د سوري کډوالو شمېر یو میلیون کسانو ته ورسېد

د خپريدو وخت: 11:42 گرینویچ - چارشنبه 06 مارچ 2013 - 16 کب 1391

سوریه کې نژدې دوه کاله مخکې د بشارالاسد حکومت ضد تحریک د مظاهرو په بڼه پیل شو، چې وروسته یې خونړۍ بڼه خپله کړه.

ملګري ملتونو وايي سوریې کې د جګړو له امله بهر ته د کډوال شویو سوریانو شمېر یو میلیون کسانو ته رسېدلی. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي د سږ کال له پیله راهیسې له سوریې نه د کډه کوونکو شمېر زیات شوی.

د دې ادارې مسوولین وايي د کډوالو نیمايي ماشومان دي، چې د ډېرو عمرونه له ۱۱ کلنۍ کم دي. ډېر کډوال سوریان اردن، لبنان، ترکیې، عراق او مصر ته کډوال شوي. کډوال شوي کسان په ناوړه حالت کې ژوند کولو ته اړ دي او د پاکو اوبو او په ساړه ژمي کې د سون موادو د نشتوالي په څېر ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د کډوال لپاره د ملګرو ملتونو اعلی کمشنر انتونیوګترڅ وايي د سوریې مساله د پراخې بربادۍ بڼه غوره کوي او د مرستندویه فعالیتونو په لار کې خنډونه موجود دي.

د نوموړي په وینا دغه دردونکې کیسه باید پای ته ورسېږي. هغه زیاته کړه د کډوالو د ډېروالي له کبله د سوریې ګاونډي هېوادونه هم له فشار سره مخامخ دي. د بېلګې په توګه لبنان ته د ۳۰۰ زره کډوالو ورتګ د دغه هېواد په نفوس کې د نژدې ۱۰ سلنې ډېروالي سبب شوی. ترکیې چې د ۱۸۴ زره کډوالو کوربه توب کوي، د کډوالو لپاره د ۱۷ کمپونو پر جوړولو ۶۰۰ میلیونه ډالره لګښت کړی.

دې جګړه کې تر اوسه نژدې ۷۰ زره کسان وژل شوي او نژدې ۲ میلیونه په هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي.

د انتونیو ګترڅ په وینا له ستاینې سره سره له دې هېوادونو سره مرسته کول پکار دي، چې د سوري کډوالو لپاره یې خپلې پولې پرانیستي دي.

د سې شنبې په ورځ د اردن پاچا عبدالله له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د ده د هېواد، ترکيې او لبنان سره مرستې وکړي، چې د کډوالو ډېره برخه په همدې هېوادونو کې مېشته ده. د ماهرینو اټکل و، چې ښايي د کډوالو شمېر د ۲۰۱۳ تر جون پورې یو میلیون کسانو ته ورسېږي، خو په دې شمېر کې بې کچې زیاتوالي د ملګرو ملتونو ماهرین حیران کړي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا د سوري کډوالو د سمبالښت د بېړنیز پلان لپاره د اړینې پانګې یوازې ۲۵ سلنه تر لاسه شوې. سوریه کې نژدې دوه کاله مخکې د بشارالاسد حکومت ضد تحریک د مظاهرو په بڼه پیل شو، چې وروسته یې خونړۍ بڼه خپله کړه. په دې جګړه کې تر اوسه نژدې ۷۰ زره کسان وژل شوي او نژدې ۲ میلیونه په هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .