عراق کې لسګونه سوریايي پوځیان وژل شوي

د خپريدو وخت: 05:07 گرینویچ - سه شنبه 05 مارچ 2013 - 15 کب 1391

دننه په سوریه کې حکومت مخالف فعالان وايي یاغیانو د شمالي ښار رقه ډېرې سیمې نیولې دي.

عراقي چارواکي وايي لږ تر لږه ۴۰ سوریایي پوځیان په عراق کې د وسله والو له خوا په برید کې ووژل شول.

دغه سوریايي پوځیان د تېرې جمعې په ورځ له یاغیانو نه په تېښته عراق ته اوښتي وو او هغه مهال پرې برید وشو چې بېرته سوریې ته اړول کېدل.

د دوی پر کاروان په وسله وال برید کې څو تنه عراقیان هم وژل شوي دي خو دا نه ده څرګنده چې برید چا کړی.

بل لور ته دننه په سوریه کې حکومت مخالف فعالان وايي یاغیانو د شمالي ښار رقه ډېرې سیمې نیولي دي. دا په سوریه کې د کړکېچ له پیله راهیسې د یاغیانو لویه لاس ته راوړنه بلل کېږي.

نا تایید شوي ویډیوګانې چې پر انټرنټ خپرې شوې، ښيي چې خلک په دغه ښار کې د ولسمشر بشارالاسد د پلار حافظ اسد د میسي مجسمې د نسکورولو پرمهال خوشحالي کوي.

د رقه ښار کنټرول

برتانیا مېشته ډله چې په سوریه کې بشري حقونه څاري وايي یاغیانو نژدې د ټول رقه ښار کنټرول خپل کړی.

دغه ډله وايي د سوریايي پولیسو یو مشر هم وژل شوی او یاغیانو دوه نور دولتي چارواکي نیولي دي.

یاغیانو له مخکې نه د پلازمېنې دمشق په څنډو او لویو ښارونو لکه حلب او حمس کې د ډېرو سیمو کنترول هم خپل کړی دی.

سلګونه زره هغه کسان چې د سوریې له نورو سیمو د جګړو له امله خپلو مېنو پرېښودولو ته اړ شوي په رقه ښار کې دېره دي.

سوریه کې دوه کاله مخکې د ولسمشر بشارالاسد پرضد د پاڅون له پیله راهیسې تراوسه شاوخوا ۷۰ زره کسان وژل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .