م م تانزانیا کې پر وژنو خواشینې ده

د خپريدو وخت: 15:46 گرینویچ - سه شنبه 05 مارچ 2013 - 15 کب 1391

له ٢٠٠٠ کال راهيسې تانزانيا کې ۷۲ خضريان وژل شوي او يوازې په دې تړاو پنځه قضيې په بري سره تعقيب شوي دي.

د ملګروملتو د بشري حقونو کمېشنرې تانزانيا کې پر خضريانو يا هغو کسانو چې د پوستکي او وېښتانو رنګ يې سپين وي د وروستيو بريدونو سخته غندنه کړې ده.

له جینوا په خپره شوې اعلاميه کې ناوي پېلاى وويل دغو بريدونو سخته خواشينې کړې او د تانزانيا له حکومت څخه يې غوښتي دي چې د دغو جرمونو د درولو په موخه اړين ګامونه اوچت کړي.

د نړۍ په لرو بر کې په ۱۷ لس زره کسانو کې يو يې خضري دى.

د افريقا په ځينو برخو کې دا په سحر او جادو پورې تړلې ګڼل کېږي او خضريان د تښونې، تاوتريخوالي او معيوبيت له خطرونو سره مخامخ دي.

د ۱۶ ورځو په اوږدو کې، د جنورۍ له پاى بيا د فبرورۍ ترنيمايي پورې ملګرو ملتونو تانزانيا کې پرخضريانو څلور کرکجن بريدونه ثبت کړي دي.

په دغو بريدونو کې يو يې پر يوه اووه کلن هلک و چې له وژل کېدو وړاندې يو لاس پرې شوى و.

د هغه ۹۵ کلن نيکه هغه مهال ووژل شو چې د هلک د ژغورلو هڅه يې کوله.

يوه اوونۍ وروسته نژدې و چې يو اووه مياشتنى هلک پر کور يې د بريد پر مهال ووژل شي او له دې يوازې څو وروځې وروسته بيا د يوې مور لاسونه هغه مهال غوڅ شول چې په کور کې له خپلو ماشومانو سره وېده وه.

د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنرې وويل، دغو بې رحمه بريدونو سخته بيرولې ده او د تانزانيا له حکومت څخه يې غوښتي دي چې د دې تاوتريخوالي د درولو په موخه اړين ګامونه اوچت کړي او په دې برخه کې تبعيض ته د پاى ټکى کېږدي.

ملګري ملتونه وايي د خضريانو وژنه او معيوبول ډېر کله په سحر او جادو پورې تړلی وي.

له ٢٠٠٠ کال راهيسې تانزانيا کې ۷۲ خضريان وژل شوي او يوازې په دې تړاو پنځه قضيې په بري سره تعقيب شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .