نامالوم امریکایی مامور د بي بي سي او ګارډین په مستند فلم کې

د خپريدو وخت: 06:57 گرینویچ - جمعه 08 مارچ 2013 - 18 کب 1391
مخکنی عراقی افسر منتظر سامرايي وايي، جنرال سټيل او کوفمان یې پنځوس ځلې یوځای لیدلي.

مخکنی عراقی افسر منتظر سامرايي وايي، جنرال سټيل او کوفمان یې پنځوس ځلې یوځای لیدلي.

د بي بي سي عربي تلویزیون د یوه داسې مستند فلم خپرولو ته ملا تړلې ده، چې د امریکا دفاع وزارت (پنتاګان) د یوه څارګر (استخباراتي) مامور د "چټلې جګړې" پټ رازونه په کې افشا شوي دي.

دغه امریکایي نامالوم مامور په عراق کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو د کنډکونو، بندیانو او د بندیانو د پټو ځورونو او شکنجو څارنه کوله.

په دغو کنډکونو کې پر عراق د امریکايي یرغل پرمهال، بندیان ترمرګه شکنجه شوي او ربړول شوي دي، چې د کارپوهانو په وینا، امریکايي یرغل په عراق کې پراخې کورنۍ جګړې ته لاره هواره کړه.

د امریکا دغه پټ مامور جګړن جیمز سټیل نومېږي، چې هغه مهال اته پنځوس کلن و، دی د امریکايي ځانګړو ځواکونو یو متقاعد جګړن دی.

د کلېکاږل بي بي سي عربي څانګې او برتانوۍ ورځپاڼې "ګارډین" یوه ګډ مستند فلم ښودلې ده، چې د امریکا پخواني دفاع وزیر "ډونالډ رامسفیلډ" د یاغي ډلو د له منځه وړلو لپاره نیمه پوځي ځواکونو سره مرسته وکړه.

د سټيل ترڅنګ، یو بل ۵۹ کلن امریکایی جګړن جیمز کوفمان هم عراقي بندیخانو کې د ځانګړي سلاکار په توګه ګمارل شوی و.

کوفمان به خپل نېغ رپوټونه جنرال ډېوېډ پيټریاس ته استول.

دی د ۲۰۰۴ په جولای کې عراق ته ولېږل شو، چې هلته د عراقي امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره کار اسانه کړي، خو سټیل هغه مهال لاهم رامسفیلډ ته خپل رپوټونه په مستقیمه توګه استول.

د پیټریاس سترګه او غوږونه

جیمز سټیل په ۲۰۰۴ کال په سامراء کې د ځانګړې دندې پرمهال

جیمز سټیل په ۲۰۰۴ کال په سامراء کې د ځانګړې دندې پرمهال

د عراقي او امریکايي دواړو لورو عیني شاهدانو د بي بي سي عربي او ګارډن ګډ جوړ شوي فلم جوړوونکو ته ویلي، چې پخپله امریکايي سلاکاران هم د بشري حقونو په سرغړونو کې ښکېل وو، په ځانګړې توګه د ځانګړو کومانډوز ځواکونو سلاکاران.

د لومړي ځل لپاره عیني شاهدانو دا هم ویلي، چې جنرال ډېوېډ پيټریاس په دغو شکنجو او سرغړونو کې لاس درلود، او جګړن کوفمن له سټازې اېنډ سټرایبس ورځپاڼې سره په مرکه کې خپل ځان "په عراق کې د پيټریاس سترګه او خوږونه بللی دی".

یو پخوانی عراقی افسر منتظر سامرايي، چې له جګړن سټیل او کوفمان سره یې یو کار ګډ کار کړی، ویلي چې "دواړو یو کار کاوه، په دا څلوېښتو او پنځوسو ځلو کې مې چې لیدل، دواړه یو ځای ګرځېدل او زندانونو ته به راتلل. دواړه هلته له کوچنیو او لویو شکنجو ښه خبر وو".

سامرايي زیاتوي: "د هر زندان لپاره یو ځانګړی استخباراتي مامور او د استخباراتو د څانګې اته مستنطقین وو. دغو کسانو به بندیان په هر ډول طریقو ربړول، ترڅو ترې اعتراف واخلي، برېښنايي شارټونه به یې ورکول، پر چت پورې به یې ځړول، سوځوونکي مواد به یې په بدن پورې موښل، نوکونه به یې ترې ایستل، او د بدن په ډېرو حساسو ځایونو به یې وهل".

خو داسې کره مالومات بیا نه شته، چې ګني دغو دواړو جنرالانو پخپلو لاسونو هم بندیانو ته دا ډول شکنجې ورکولې او که نه، خو ځینو ویلي، چې د شکنجې پرمهال یې دغه جنرالان لیدلي دي.

د دغه مستند فلم جوړولو هوډ وروسته تر هغه وشو، چې د امریکا زرګونه پټ مالومات او فایلونه د ویکیلیکس وېبپاڼې له لارې خپاره شول.

ویکیلیکس هم په زندانونو کې د امریکايي پوځيانو د ناوړه او ناانساني چلند رپوټونه او پټ مالومات افشا کړل.

درې زره مړي

جنرال منتظر سامرايي خپله شاهدي داسې بشپړوي چې: "د پيټریاس ځانګړی ژباړن سعدي عثمان، پر تیلې فون راته وویل چې ربړول شوي بندیان تر ربړولو او شکنجې وروسته باید رسنیو ته ور ونه ښودل شي. شل دقیقې وروسته بیا د کورنیو چارو وزیر راته وویل، چې د پیټریاس دا غوښتنه جدي ونیسي، او جنرال پیټریاس نه غواړي چې شکنجه شوي بندیان رسنیو ته وښودل شي".

خو سعدي عثمان د ګارډین ورځپاڼې خبریالې ماګي اوکین ته هم ویلي، چې پیټریاس د شکنجې مخالف و، او پر هغه د شکنجې لګول شوي تورونه بنسټ نه لري.

سټیل د عراق د ځانګړو ځواکونو له قومندان جګړن عدنان ثابت سره د خبرو پرمهال.

سټیل د عراق د ځانګړو ځواکونو له قومندان جګړن عدنان ثابت سره د خبرو پرمهال.

خو جګړن عدنان ثابت، چې د ځانګړو ځواکونو قومندان و، وايي چې دا ډول څرګندونې ناسمې دي، چې ګني امریکايي قومندانان له شکنجو بې خبره وو:

"د کار تر پرېښودو پورې امریکایان په هره وړه او غټه خبره خبر وو. په هغو کارونو خبر وو، چې ما کول، د بندیانو د مستنطقینو د خونو د ننه له حالاتو ښه خبر وو، ان تر دې چې له نیول شویو د ترلاسه شویو ځینو استخباراتي مالوماتو په اړه به دوی ویل، چې ګني دروغ وايي".

د دغه ډول نیمه پوځي قطعو او وسلو ورکولو له کبله په عراق کې د پراخې کورنۍ جګړې اور بل شو، چې لسګونه زره کسان په کې ووژل شول.

د عراق د خونړیو جګړو د اوج په دوره کې به هره میاشت د عراق پر واټونو درې زره مړي لیدل کېدل.

د دغه نامالوم امریکايي مامور جیمز سټیل په اړه جوړ شوی فلم د کلېکاږل بي بي سي عربي تلوېزیون پر پرده د جمعې پر ورځ (د مارچ اتمه) د ګرینویچ پر وخت د ګرینویچ ۲۰:۰۶ بجو او تکرار یې د دوشنبې په ورځ د مارچ ۱۱مه، پر ۱۹:۰۶ بجو خپرېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .