روسیه "د نظامونو د بدلولو لوبه" نه کوي

د خپريدو وخت: 11:12 گرینویچ - جمعه 08 مارچ 2013 - 18 کب 1391
سیرګي لاوروف

سیرګي لاوروف وايي: "زموږ رول دا نه دی، چې سوریه کې واکمن وټاکو، سوري وګړي پخپله خپل برخلیک ټاکي".

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، هېڅ داسې فرصت نه شته، چې مسکو دې پر سوري ولسمشر بشارالاسد د لرې کېدو فشار راوړي.

ده ویلي، چې روسیه نه غواړي چې "د نظامونو د بدلولو په لوبه" کې ځان ښکېل کړي.

سیرګي لاوروف ویلي، د سوري نظام مخالفان له هېڅ ډول خبرو پرته دسوري ولسمشر د شړلو هوډ لري.

اټکل دی، چې لاوروف به د برتانیا پلازمېنه لندن کې راتلونکې اوونۍ د برتانیا د بهرنیو چارو له وزیر ویلیم هېګ سره وګوري، او د سوري وضعیت په اړه به خبرې ورسره وکړي.

روسیه په تېرو ډېرو کلونو کې د سوري حکومت ملاتړې ده، او دغه هېواد ته د وسلو د راکړې ورکړې معامله لري.

که څه هم برتانوي او روسي غاړې د سوري کړکېچ د ختمولو لپاره هلې ځلې کوي، لاوروف وايي، چې د اسد د لرې کېدو مساله په دغو خبرو کې نه ده شامله.

دی وايي چې "زموږ رول دا نه دی، چې سوریه کې واکمن وټاکو، سوري وګړي پخپله خپل برخلیک ټاکي" .

"حکومت هم خبرو ته اهمیت ورکړی، ان که له هغو کسانو سره، چې هره ورځ جنګېږي. باور لرم چې زموږ دنده به دا وي، چې دواړې غاړې خبرو ته وهڅوو"

سیرګي لاوروف

نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا روسیه د بشارالاسد د لرې کېدو لپاره هوډ لري، وویل، چې "هېڅکله نه، تاسې پوهېږﺉ چې موږ "د نظامونو د بدلولو په لوبه کې" ځان نه ښکېلوو، په کورنیو چارو کې مو هېڅ لاسوهنه نه کوو".

دغه روسي وزیر د سوري حکومت او مخالفانو ترمنځ د وروستیو سوله ییزو هلو ځلو ملاتړ کړی خو تمه ښيي، چې د مخالفانو مشر باید خبرو ته کښېني.

لاوروف وايي: "حکومت هم خبرو ته اهمیت ورکړی، ان که له هغو کسانو سره، چې هره ورځ جنګېږي. باور لرم چې زموږ دنده به دا وي، چې دواړې غاړې خبرو ته وهڅوو".

ملګري ملتونه وايي، په سوریه کې د تېر دوه کلن کړکېچ پرمهال لږترلږه ۷۰ زره کسان وژل شوي، نژدې یو میلیون له سورې وتلو ته اړ شوي، او ۲.۵ میلیونه نورو بیا خپل کورونه پرېښي او پخپل هېواد کې بې ځایه شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .