د مصر پورټ سعید وژنو ۲۱ عاملینو ته د اعدام سزا

د خپريدو وخت: 10:24 گرینویچ - شنبه‬ 09 مارچ 2013 - 19 کب 1391

د پورټ سعید اوسېدونکي وايي، په قضیه کې ښکېل زامن یې د خونړیو پېښو عاملی نه دي.

دغه پرېکړه د پورټ سعید ولایت په ګډون د مصر په ګڼو ولایتونو کې د پراخو ناامنیو په لړ کې شې ده، چې ان پلازمېنه قاهره هم په تېرو څو اوونیو کې ناامنه وه.

د محکمې په حکم کې لسګونه نور تورن کسان هم ملامت ګڼل شوي، چې ګڼ امنیتي مشران هم په کې راځي.

د پورټ سعید امنیتي مشر جګړن عصام الدین سمک په ۱۵ کلونو بند محکوم شوی.

د محکمې تر جلسې وروسته، د قهرېدلیو مصري وګړو یوه څپه د امنیت ادارې پر ودانۍ او د پورټ سعید ولسوالۍ پر ودانۍ ورمات شول.

دوی د دغې پرېکړې مخالفت کاوه.

د پورټ سعید ۲۰۱۲ فوټبال وژنې

  • د ۲۰۱۲ فبرورۍ ۲ پورټ سعید سټډیم کې ۷۴ کسان ووژل شول
  • شخړه د المصري او الاهلي کلبونو ترمنځ پیل شوه
  • د لوبې مینه والو د الاهلي کلب لوبغاړو بریدونه وکړل
  • د مصر د فوټبال تاریخ کې تر ټولو ستره خونړۍ پېښه ده

پورټ سعید کې د بي بي سي خبریال عطیة نبیل وايي، داسې قوي وېره شته چې ګني د امنیتي ځواکونو او قهرېدلو خلکو ترمنځ اړدوړ هم وشي.

محکمې پورټ سعید کې اووه جګپوړي امنیتي چارواکي سپین وخېژول.

د تېر کال پورټ سعید فوټبال لوبو پرمهال په خونړیۍ پېښه کې ۷۴ کسان ووژل شول.

په دې قضیه کې ۷۳ کسان ملامت شول، چې نهه یې د پورټ سعید د پولیسو قومندانان او درې نور د مصري لوبډلې چارواکي دي.

محکمې په تېره جنورۍ کې د پورټ سعید جنایتونو په تور د ۲۱ تورنو او په اعدام شویو کسانو دوسیې بلې محاکمې ته وځنډولې.

د پورټ سعید اوسېدونکي وايي، په قضیه کې ښکېل زامن یې د خونړیو پېښو عاملی نه دي.

دوی له مصري چارواکو دا پلټنه غواړي، چې په دې قضیه کې اصلي مجرمین په ګوته او محاکمه کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .