مادورو د وینزویلا د لنډمهالي ولسمشر په توګه لوړه وکړه

د خپريدو وخت: 04:23 گرینویچ - شنبه‬ 09 مارچ 2013 - 19 کب 1391
نیکولاس مادورو

نیکولاس مادورو په ۱۹۶۲ کال کاراکاس کې زیږېدلی.

د وینزویلا د مخکني ولسمشر کلېکاږل هوګو چاوېز د جنازې تر مراسمو څو ساعته وروسته لنډمهالي ولسمشر نیکولاس مادورو لوړه وکړه.

نوموړي د لوړې پرمهال پخپله وینا کې ملي شورا ته وویل، چې څومره ژر کېدای شي، ولسمشریزې ټاکنې وشي.

مادورو وویل: " له ملي شورا په رسمي توګه غواړم چې ولسمشریزې ټاکنې ژر وشي".

د اساسي قانون له مخې د ولسمشر تر مړینې وروسته باید د یوې میاشتې د ننه ولسمشریزې ټاکنې وشي.

هوګو چاوېز د تېرې سې شنبې پر ورځ د سرطان ناروغۍ له کبله مړ شو.

مادورو د لوړې مراسم د ملي شورا د مشر ډېوسدادو کابیلو تر څارنې لاندې پلازمېنه کاراکاس کې ترسره کړل.

نیکولاس مادورو

  • په ۱۹۶۲ کال کاراکاس کې زیږېدلی
  • د بس مخکنی چلوونکی و، چې د سوداګرۍ له ډګره یې سیاست ته ودانګل
  • په ۱۹۹۴ کال کې له زندانه د چاوېز تر خوشي کېدا وروسته یې د هغه لپاره کمپاین وکړ
  • ۲۰۰۵-۲۰۰۶ پورې د ملي اسمبلۍ مشر و
  • ۲۰۰۶ کې د بهرنیو چارو وزیر شو
  • ۲۰۱۲ کې مرستیال ولسمشر شو
  • له کیوبا سره یې ښه اړیکي پابلل

که څه هم چاوېز ویلي وو، چې ځایناستی به یې مادورو وي، خو اصلي مخالف ایتلاف دا پرېکړه د اساسي قانون خلاف بللې ده.

ایتلاف پر دې اند دی، چې د اساسي قانون له مخې، باید د پارلمان مشر سرپرست یا لنډمهالی ولسمشر شي.

د ټلوالې مشر هنریک کابرلیس دغه ګام ناسم بللی دی.

د وینزویلا خلکو چې شنه کمیسونه یې اغوستي وو، هوګو چاوېز ته خدای پامانی ووایه، چې د نژدې دېرشو هېوادونو مشرانو هم د هغه په جنازه کې ګډون کړی و.

د چاوېز مړی به تر اوو ورځو پورې د عامو خلکو نندارې ته په موزیم کې اېښودل کېږي، او بیا به تر مومیا کېدا وروسته پوځي موزیم کې د تل لپاره ساتل کېږي.

مادورو وویل : "غواړو ټول هغه کسان یې وګوري، چې لیدلو ته یې راځي. خو د تل لپاره به هغه د کتلو وړ وساتل شي".

چارواکو ویلي، تر دوو میلیونو ډېر وینزویلیان د چاوېز د وروستیو کتلو لپاره راغونډ شوي وو، او لاهم لسګونه زره نور په کتارونو کې ولاړ دي.

د ښاغلي مادورو په وینا، د هوګو چاوېز مړی به د لینن د مړي په څېر د تل لپاره مومیا او وساتل شي.

هوګو چاوېز له سرطان ناروغۍ سره تر دوه کلنې مبارزې وروسته د ۵۸ کلونو په عمر مړ شو.

نوموړی د تېر ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کې د څلورم ځل لپاره د وینزویلا ولسمشر شو.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .