سان سوچي بیا د برما د ګوند مشره شوه

د خپريدو وخت: 11:06 گرینویچ - 10 مارچ 2013 - 20 کب 1391
 انګ سان سوچي

۶۷ کلنه سان سوچي تېر کال د پارلمان په ټاکنو کې بریالۍ شوه.

په برما کې د لوی مخالف ګوند د "ولسواکۍ ملي ټولنه" انګ سان سوچي بیا د خپل مشر په توګه ټاکلې ده.

اغلې سوچي د دغه ګوند د ۱۲۰ کسیزه مرکزي جرګه ګۍ د غړیو په حضور ټاکل شوې ده.

غړیو یې غوښتل، چې د ګوند راتلونکی مشر وټاکي.

خو د سوچي پروړاندې هېڅ کوم بل کاندید نه وو رامخې ته شوی.

وروسته تر هغه چې د ۱۹۹۰ کال په ټاکنو کې دغه ګوند بریالی شو، د برما پوځي واکمنو یې فعالیتونه محدود کړل.

خو دغه ګوند تېر کال د پارلمان زیاتره څوکۍ وګټلې.

ګوند اوس د ۲۰۱۵ کال د ټاکنو لپاره چمتووالی نیسي.

د برما په حکومت کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره نړیوالې غوښتنې وشوې.

په رانګون کې د بي بي سي خبریال جونا فیشر وايي، سان سوچي د دغه ګوند د مرکزي جرګه ګۍ له څلورو ښځو یوه ده.

۶۷ کلنه سان سوچي تېر کال د پارلمان په ټاکنو کې بریالۍ شوه.

سان سوچي تر بریا وروسته ویلي وو، چې د ګوند د ننه وېشنې نه مني.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .