د م. م خوشي شوي سوله ساتي اردن ته رسول شوي

د خپريدو وخت: 06:05 گرینویچ - 10 مارچ 2013 - 20 کب 1391

دغو سوله ساتو ته د اردن د بهرنیو چارو وزیر هرکلی ویلی دی.

د ملګريو ملتونو ۲۱ تنه سوله ساتي چې له اسرائيلو سره پر پوله د سوريې له ګولان لوړو د چارشنبې پر ورځ تښتول شوي وو، خوشي شوي دي.

دغه سوله ساتي چې ټول يې فليپينيان دي، د سوريې مخافلو جنګياليو يوې ډلې له لوري نيول شوي وو.

دوی د ملګريو ملتونو د بېلتون څارنې ځواک لپاره کار کاوه، چې د اسرائيلو او سوريې ترمنځ د اوربند څارنط په موخه له ۱۹۷۴ کال راهيسې په ګولان لوړو کې ځای پر ځای شوی دی.

د بي بي سي خببريال جېمز رېنولډز پرې له استانبول نه راپور لري.

د ملګريو ملتونو ۲۱ تنه سوله ساتي په ګولان لوړړو کې د ې لپاره وو، چې له يوې جګړې وروسته حالت څارنه وکړي، خو دوی خپل ځانونه کتل چې په يوه بله جګړه کې ګير شوي دي.

د یرموک شهیدان

د (يرموک شهيدانو) په نامه د مخالفو وسله والو يوې وړې ډلې دغه کسان دری ورځې نيولي وو.

بيا وسله والو څارونکي له جماله کلي له اردون سره پولې ته څېرمه سيمې ته بوتلل او هلته يې خوشي کړل.

د ملګريو ملتونو سرمنشي بان کي مون د دغو سوله ساتيو خوشي کولو هرکلی کړی، او پر ټولو اړخونو يې غږ کړی چې د ملګريو ملتونو څارونکيو د خوځښت ازادۍ درناوی وکړي.

د سوريې مخالفه ټلواله کېدی شي هيله ولري چې وړې ډلې يې د سرمنشي دغو خبرو ته غوږ شي، او غوښتنه يې ومني.

په ټوله کې د مخالفانو غورځنګ غواړي بهرنۍ نړۍ وهڅوي چې هلې ځلې مرستو او وسلو دواړو ارزښت لري. د يرغمل په توګه د بهرنۍ نړۍ استازيو نيول کېدی شي له دغې قضيې سره مرسته وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .