له انټي بیاټیک سره مقاومت ترهګرۍ ته ورته خطر لري

د خپريدو وخت: 20:48 گرینویچ - دوشنبه 11 مارچ 2013 - 21 کب 1391

مېرمن ډېویس دغه خطر یوازې د برتانیا نه بلکې يوه نړیواله مسله وبلله.

روغتیايي چارو کې د انګلستان یوې مشرې حکومتي پروفیسورې سالي ډېویس په خپل کلنیز رپوټ کې د انټي بیاټیک مقاومت د یو ساعتي بم په څېر بللی او له سیاسي مشرانو یې غوښتنه کړې چې د راتلونکې میاشتې په جي ۸ (د اتو صنعتي هېوادنو ) سرمشرېزه کې دې دغه موضوع ته په خپلو پلانونو او کړنو کې ځای ورکړي.

مېرمن ډېویس دغه خطر یوازې د برتانیا نه بلکې يوه نړیواله مسله وبلله.

میرمن ډېویس زیاته کړه "که اوس اقدام و نه کړو، امکان لري چې د نوولسمې پېړۍ حالت ته ستانه شو، چې د میکروب له امله د یوه ساده عملیات څخه خلک مړه کېدل. نو په دې اساس په داسې حالت کې د سرطان درملنه او یا د وجود د اعضاو پیوند عملیاتونه تر سره نه شي"

په تېره لسېزه کې په ځانکړې توګه په لوېدیځه نړۍ کې د ساري ناروغیو له امله مړینه کمه شوې ده. ویل کېږي چې دلیل یې د واکسینونو زیاتوالى، د اغېزمنو درملو تولید او د هوا ښه والی دی.

خو د پروفیسورې ډېویس رپوټ ښيي چې تر اوسه په انګلستان کې هر کال ۷ سلنه خلک له ساري ناروغیو مري.

مېرمن ډېویس وايي که نوي انټي بیاټیک کشف نه شي، په راتلونکو شلو کلونو کې به عادي عملیات مرګونې شي نو باید لاس په کارشو چې د انټي بیاټیک مقاومت خطر پراخ نه شي.

د انټي بیاټیکو وروستىۍ کشف شوې ډله پنځه ویشت کاله وړاندې ترسره شوې وه. خو د دې په مقابل کې نوي مکروبونه په ډېرېدو دي او پخواني هغه د عادي درملو پر وړاندې مقاومت پیدا کوي.

په ۱۹۹۹ کال کې یو بل روغتیا پال کنټ کولمن له خلکو وغوښتل چې په مسولانه توګه دی له ډاکټرانو نه د انټي بیاټیکو غوښتنه نه کوي.

سالي ډېویس ټینګار وکړ، چې د درمل جوړولو شرکتونه باید د نویو انټي بیوټکو جوړولو ته وهڅول شي.

خو د انټي بیاټیک د تولید لپاره کومه نوې اقتصادي انګیزه نه شته. انټي بیاټیک یوازې د اړيتا په وخت کې یو ناروغ ته د یوې یا دوو اوونيو لپاره ورکول کېږي او له دغو درملو سره د مقاومت د خطر په وجه کارونه یې هم کمه شوې ده . په داسې حال کې چې د شکرۍ، کولوسټرولو ټيټولو او داسې نور درمل تل ناروغ ته ورکول کېږي.

مېرمن ډېویس د بریتانیا حکومت نه غوښتنه وکړه چې د نویو انټي بیاټیکو په جوړولو کې دې د درملو له شرکتونو سره گډه پانګونه وکړي.

د مېرمن ډېویس نه مخکې لیام ډانلډسون په ۲۰۰۸ کال کې له ډاکټرانو نه غوښتنه وکړه چې د والګي ناروغانو ته دې انټي بیټيک نه ورکوي ځکه چې ډېر وختونه دا یو وایرس وي چې انتي بياټيک یې له منځه وړلو کې مرسته نه شي کولی.

په ۱۹۹۹ کال کې یو بل روغتیا پال کنټ کولمن له خلکو وغوښتل چې په مسولانه توګه دی له ډاکټرانو نه د انټي بیاټیکو غوښتنه نه کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .