لیبیا کې د خرابو شرابو څکلو له امله ۵۱ تنه مړه شوي

د خپريدو وخت: 13:25 گرینویچ - سه شنبه 12 مارچ 2013 - 22 کب 1391

د روغتيايي سرچينو پر بنسټ دا تر اوسه د خپل ډول تر ټولو جدي پېښه ده.

د ليبيا په پلازمېنه ترابلس کې، د خرابو شرابو د څکلو له امله ٥١ تنه مړه شوی. د نږدې ٤٠٠ نورو په روغتون کې درملنه روانه ده.

د ليبيا روغتيا وزارت د ترابلس ښار په ټولو روغتونونو کې بېړنى حالت اعلان کړى.

د دغه راز پېښو د رامنځته کېدو لړۍ له تېرې شنبې راهيسې پيل شوه او له هغه مهاله د مړو شويو په شمېر کې پرله پسې زياتوالى راغلى.

د روغتيايي سرچينو پر بنسټ دا تر اوسه د خپل ډول تر ټولو جدي پېښه ده.

دغه شراب ځايي ارزانه شراب دي چې ليبيا يان يې بوخا بولي.

دا شراب په ناقانونه توگه د انجيرو، خرما، او يا انگورو په څېر له بېلا بېلو ميوو جوړېږي، خو ځينې مهال په کې د ميتانولو په څېر ځيني صنعتي الکول کارول کېږي چې نشه يې ډېره شي.

د ليبيا په روغتيا وزارت کې د رسنيزو چارو مسوول عامر محمد عامر بي بي سي ته وويل د دوو مېرمنو په گډون لسگونه تنه مړه شوي.

د دغه چارواکي په وينا ځينو کسانو تونس ته په لاره ساه ورکړې چې هلته د درملنې لپاره بيول کېدل.

دې ته په پام سره چې سلگونه کسان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي نو ښايي د مړو شمېر نور هم زيات شي.

روغتيايي چارواکو ويلي دي چې د دغو مرگونو لامل د ميتانول الکول دي.

د ليبيا د کورنيو چارو وزير وايي امنيتي ځواکونو گڼ شمېر هغه ځايونه کلابند کړي چې شک کېږي په کې دغه شراب جوړېدل.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .