م،م: په سوریه کې یو نسل له تباهۍ سره مخامخ دی

د خپريدو وخت: 00:51 گرینویچ - چارشنبه 13 مارچ 2013 - 23 کب 1391

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف خبرداری ورکړی چې په سوریه کې یو نسل له تباهۍ سره مخامخ دی

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف په یوه رپوټ کې په سوریه کې د یوه نسل د تباه کېدو خبرداری ورکړی دی.

دا رپوټ په سوریه کې د کړکیچ د دوه کلن کېدو په اړه دی.

یونیسف په خپل رپوټ کې وايي سوریه کې دوه میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له اتلسو کلونو کم دي په داسي حال کې لویږې چې له جنګ پرته په بل څه نه پوهېږي.

ملګري ملتونه وايي په سوریه کې له دې ماشومانو د زده کړو حق اخیستل شوی او دغه ماشومان په داسي روحي ناروغیو اخته شوي چې د دوی ژوند ګواښي.

ملګرو ملتونه دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې له تېرو څو ورځو راهیسې د سوریې په بیلا بېلو برخو کې د دولتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ نښتو نور هم زور اخیستی.

اخوا د اسراییلو ولسمشر شیمن پیرس پر عربي اتحادیې غږ کړی چې سوریې ته خپل سوله ساتي ځواکونه واستوي او وايي چې ملګري ملتونه باید د دې ځواکونو ملاتړ وکړي.

ښاغلي پیرس چې اروپايي پارلمان ته یې وینا کوله وویل د لویدیځ مداخلې ته به د بهرنۍ مداخلې په سترګه وکتل شي ځکه نو عربي اتحادیه باید په سوریه کې د ټول وژنو او سوریې د څو ټوټې کېدو د مخنیوي په خاطر په سوریه کې یو موقتي حکومت جوړ کړي.

دا له نیژدې دریو لسیزو راهیسې لومړی ځل و چې یوه اسراییلي مشر اروپايي پارلمان ته وینا وکړه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .