مریخ کې د ژوند نښې نښانې موندل شوي

د خپريدو وخت: 01:36 گرینویچ - چارشنبه 13 مارچ 2013 - 23 کب 1391

پدغو موادو کې سلفر، نايتروجن، اکسجن، پاسفورس او کاربن په نښه شوي دي

د امريکې د فضايي څيړنو ادارې، ناسا سيانس پوهان وايي د کيوراستي يا تلوسۍ په نوم روبات ، مريخ يا سره کره کې ځينې ابتدايي کيمياوي توکي په نښه کړى چې هغه پدغه ليرې پرتې سيارې کې په ډير پخوا وختونو کې د ژوند له موجوديت نه ملاتړ کوي.

کيوراستي دغه عناصر تېره مياشت د مريخ د يوه زوړ سيند د تل د يوې بخوانی ډبرې د څېړنې پر مهال موندلي دي .

پدغو موادو کې سلفر، نايتروجن، اکسجن، پاسفورس او کاربن په نښه شوي دي .

محقيقين وايي د دغو موادو گډوله يا تر کيب ښايي مايکروسکوپي ژويو يا دمايکرو اورگانيزمونو لپاره د انرژۍ يوه ممکنه منبع وي .

برسيره پدغو عناصرو د زنگ په حالت کې يو شمير ترکيبونه هم په نښه شوي دي او دا پدې معنى چې په هغه محيط کې اليکترون هم د حر کت په حالت کې وو.

نو که چيري هلته اوبه موجودې وې ښايي د ساده ژوند له جوړښت سره يې مرسته کړې وي.

د مريخ يا د سرې کرې د خاورو له ازموينو داسې برېښي چي ښايي ددغې کرې ځيني برخې ميلونو کاله وړا ندې د ژوند لپاره مناسبي وي.

د بي بي سي د سيانس د څانگې خبريال وايي لا ډيرو شواهدو او وخت ته اړتيا ده چې څرګنده شي چې يو وخت په مريخ کې هم ژوند موجود وه خو وایې چې دا پدې لاره کې يو بل پرمختگ دى چې ترسره کيږي .

پدې وروستيو کلونو کې د مريخ د يوې برخې په ډبرو باندې نورو ازموينو ښوولې چې پکې د زياتو تيزابي اوبو نښې موندل شوي چې دا ډول يو چاپيريال د ژوند لپاره خورا مناسب گڼل کيږي .

د ناسا سيانس پوهان غواړي کيوراستې د څو نورو اونيو لپاره هم په خپل دغه موجود ځاى کې وساتي او بيا به يې له دغه ځايه د مونت شارپ يا د سخت غره په لور پروگرام کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .