شي جین پېنګ د چین ولسمشر وټاکل شو

د خپريدو وخت: 06:31 گرینویچ - پنجشنبه 14 مارچ 2013 - 24 کب 1391
شه

۵۹ کلن شه په چین کې د یوه انقلابي شخصیت زوی دی، چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې د دغه هېواد د واکمن کمونېست ګوند د کمېتې غړیتوب لري.

د چین پارلمان شي جین پېنګ ددې هېواد د نوي ولسمشر په توګه ونوماوه.

ښاغلي شي په تېر نومبر کې د کمونېست ګوند او پوځ مشري پرغاړه اخیستې وه.

د هغه ټاکنې په چین کې د مشرتابه بهیر بشپړ کړ چې په هرو لسو کلونو کې یو ځل ترسره کیږي.

د خلکو په ستر تالار کې نژدې درې زرو استازو د ټاکنو په مراسمو کې ګډون کړی وو. چې ورسره د ولسمشر هو جین تاو په ګډون د زیاتو چینايي مشرانو واک د راتلونکي مشر شي جین پینګ ډلې ته لېږدول کیږي.

ښاغلي شي جین پینګ د کمونست ګوند سیاسي بیرو ته په وینا کې وویل:

''په نوي چاپېریال کې زموږ ګوند له ګڼو سختو ننګونو سره مخ دی. او په ګوند کې ګڼې داسې ستونزې شته چې حلولو ته یې اړتیا شته. د ګوند د غړو تر منځ د ستونزو، کادري فساد، بډې اخیستلو، له خلکو سره نه تماس، بې ځایه تشریفاتو او بیوروکراسي مخه باید په سختو هڅو سره ونیول شي. ټول ګوند باید ددغو ستونزو پر وړاندې باید هوښیار اوسي.''

د بدلون وروستی پړاو

د ولسمشر تر ټاکل کېدا وروسته، د چین په چارواکو کې د بدلون راوستلو وروستی پړاو ترسره شو.

ددغه بدلون له مخې په هرو لسو کالو کې د چین واکمن چارواکي بدلېږي.

د چین پارلمان د کلنۍ دوره نژدې دوې اوونۍ وړاندې پیل شوې وه.

د ولسمشر د ټاکلو مراسمو کې درې زرو مشرانو ګډون کړی و، چې پوځي، مذهبي مشران، سوداګر او د لږکیو د سیمو استازي هم په کې وو.

"ښاغلی شه د چین د خلق په ملي شورا کې د وینا پرمهال په چین کې د چارواکو د بډو، فساد او اداري کاغذ پرانۍ چارې له منځه یووړل شي."

۵۹ کلن شي په چین کې د یوه انقلابي شخصیت زوی دی، چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې د دغه هېواد د واکمن کمونېست ګوند د کمېتې غړیتوب لري.

شي په ۱۹۵۳ کال بېجینګ کې زېږېدلی دی.

دده پلار شي ژونګ شون د کمونېست ګوند له بنسټګرو او نفوذ لرونکو غړو څخه وو.

ښاغلی شي د چین د خلق په ملي شورا کې د وینا پرمهال په چین کې د چارواکو د بډو، فساد او اداري کاغذ پرانۍ چارې له منځه یووړل شي.

په پام کې ده، چې د چین د خلق ملي کمیټه د جمعې په ورځ د لومړي وزیر وین جیاباو پرځای نوی لومړی وزیر ونوموي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .