اوباما ایران له اتوم بم جوړولو یو کال لرې بولي

د خپريدو وخت: 05:30 گرینویچ - جمعه 15 مارچ 2013 - 25 کب 1391
نتنیاهو له اوباما سره په سپینه ماڼۍ کې کتلي دي.

نتنیاهو له اوباما سره په سپینه ماڼۍ کې کتلي دي.

امریکايي ولسمشر باراک اوباما ويلي باورلري، چې ايران د اټومي وسلو له جوړولو يو کال ليرې دى، خو ټينگار یې دا دی چې ددې کار د مخنيوي په موخه د پوځي عمل په گډون ټول انتخابونه پر ميز باندې دي.

ښاغلي اوباما راتلونکې اوونۍ اسراييلو ته د خپل سفر په درشل کې له يوه اسراييلي ټلوېزيون سره د مرکې پرمهال دغه خبرې وکړې.

هغه به د اسراييلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره وگوري.

ښاغلي نتنیاهو په بيا بيا د ايران له لوري د يوه بېړني خطر خبره کړې ده.

د ولسمشر اوما لپاره ددې مشخصول چې ايران به څومره ژر اټومي وسله جوړه کړي، يوه ناعادي خبره ده.

خو د هغه دغه اټکل چې دغه کار به د يو ه کال په شاوخوا کې کېږي، په ادارې کې يې د نورو هغو کسانو له څرگندونو سره سمون خوري چې وار د مخه يې په دې برخه کې کړي دي.

ګوزارونه

هغه ټينگار کوي چې ددې چارې د مخنيوي په موخه ټول انتخابونه پر مېز باندې دي، خو په خپله دغه مرکه کې په دې اړه هم اشاره کوي چې د امريکا د پوځ له لوري به ډېر ژر د ايران پرضد کوم گوزارونه شي.

اسراييلي حکومت باور لري چې وخټ ډېر لږ دى.

تېر کال لومړي وزير بنيامين نتنياهو په ملگرو ملتونوکې خبردارى ورکړ چې د روان کال تر دوبې پورې بايد دايران اټومي پروگرام ودرول شي.

ایران

ایران تل وي، چې اتومي فعالیتونه یې د سوله ییزو موخو لپاره دي.

خو کله چې ولسمشر اوباما راتلونکې اوونۍ له نتنياهو سره وگوري نو استدلال به يې ورته دا وي چې ډېپلوماتيک فشار په دې برخه کې ترټولو غوره لار ده.

د دواړخيز باور د کمښت له کبله د اوس لپاره دغه دوه مشران په خپلو کې سره دومره ښه اړيکي نه لري.

خو دواړو مشرانو چې وروستيو کې ټاکنې گټلې په خپلو کې له گډ کار پرته بله لار نه لري.

ولسمشر اوباما به د خپل سفر په لړ کې مخامخ له اسراييلي ولس سره وغږېږي او هغوى ته به دا ډاډ ورکړي چې واشنگټن يې امنيت ته پوره ژمن دى.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .