فېسبوک کارول مو د شخصیت ښکارندويي کوي

د خپريدو وخت: 13:04 گرینویچ - جمعه 15 مارچ 2013 - 25 کب 1391

په دې څېړنه کې ۵۸۰۰۰ رضا کارانو برخه اخیستې ده.

یوې پوهنتوني څېړنې ښوولې چې د خواله رسنۍ فېسبوک کې د یوه مطلب خوښول د انسان د شخصیت ښکارندويي کوي.

د برتانیا د کېمبرېج پوهنتون په څېړنه کې راغلي چې په فېسبوک کې د یوه مطلب خوښول د انسان جنسی، سیاسي او مذهبي نظر ښيي او ان د انسان د پوهې ښکارندويي کولی شي.

د کېمبریج پوهنتون څېړونکو د ځانګړو څېړنیزو سیستمونو په کارولو د فېسبوک کاروونکي د مذهبي، سیاسي، قبایلي او جنسي نظر اټکل کړی دی.

څېړونکي وايي د دوی دغه اټکل په حېرانوونکې توګه ډېر دقیق راختلی دی.

په دې څېړنه کې ۵۸۰۰۰ رضا کارانو برخه اخیستې ده.

دغو رضاکارانو نه یوازې په فېسبوک کې د مطالبو د خوښولو چاره ترسره کړې بلکې د خپل شخصیت معلومولو ازمېښت ته هم چمتو شوي وو.

د دوی د شخصیت د ازمایښت نتایج په فېسبوک کې د دوی د خوښولو له مطالبو سره پرتله شوي او څېړونکي خپلو پایلو ته رسېدلي دي.

په دغه څېړنه کې د سړو جنسي تمایل په سلو کې ۸۸ سم ختلی دی، ۹۵٪ قبایلي تړاو په کې سم وو او ۸۵٪ سیاسي دریځ په کې رښتیا ثابت شوی و.

د ۸۲٪ خلکو مذهبي تړاو په دقیق ډول څرګند شوی و.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .