د پاکستاني حکومت لپاره ناامني لویه ستونزه ده

د خپريدو وخت: 04:41 گرینویچ - شنبه‬ 16 مارچ 2013 - 26 کب 1391

د پاکستان حکومت د خپلې کاري دورې په ختمېدو سره د هېواد ناامنیو سخت اندېښمن کړی دی.

د پاکستان د حکومت او ملي شورا قانوني دوره نن (شنبه/مارچ ۱۶) پاى ته رسېږي، چې دا راتلونکې مې مياشت کې د پارلماني ټاکنو لپاره د چمتووالي د پيلېدو خبر ورکوي.

د پاکستان په ٦٥ کلن تاريخ کې به دا لومړى ځل وي، چې يو ټاکل شوى حکومت به يو بل ټاکل شوي حکومت ته واگي ورسپاري.

لکه له اسلام اباده چې د بي بي سي خبريال مايک ولدريج پخپل راپور کې کاږي:

شفافې ټاکنې

په يوه داسې هېواد کې چې زيات وخت يې د پوځ واکمني ليدلې او له ډېرو سياسي کړکېچونو څخه تېر شوى دى، په حقيقت کې د پيپلز گوند په مشرۍ واکمن حکومت خپله پنځه کلنۍ دوره بشپړ کړه.

تردې دمخه، تل ټاکل شوي پارلمانونه د پوځي جنرالانو له خوا په نيمايي کې ختم شوي وو چې نه يوازې پيپلز گوند دا خپله لاسته راوړنه بولي، بلکې دلته ډېر نور څېړونکي هم په همدې نظر دي.

په پاکستان کې به سرپرست لومړى وزير وټاکل شي چې په هېواد کې امنیت او شفافې ټاکنې ډاډمنې کړي، خو هغه لا تر اوسه ټاکل شوى نه دى.

نوى حکومت به بې له شکه په افغانستان کې د حالاتو په اړه اندېښمن وي.

په پاکستان کې ډېر خلک د ناامنۍ ، په هېواد کې د مخ په زياتېدونکو ترهگريزو او فرقه ييزو بريدونو په اړه انديښمن دي، او دا چې راتلونکي حکومت به د دې ننگونو ترپيټي څنگه وځي، چې دا به د انتخاباتي منډو تړو مهمې موضوع گانې وي.

ددي ترڅنگ، پاکستان د لويو اقتصادي ننگونو سره لاس او گريوان دى، او ډېر خلک د نورو اغېزمنو عامه خدمتونو غوښتونکي دي.

نوى حکومت به بې له شکه په افغانستان کې د حالاتو په اړه اندېښمن وي، په ځانگړي ډول چې د ناتوپه مشرۍ جگړه ييز ځواکونه د ٢٠١٤ م کال په پاى کې له افغانستانه وځي او دا چې ددې اغېز به پر پاکستان څه وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .