پاکستان څارګر بریدونه پرخپلې خاورې ''تېری'' بللی

د خپريدو وخت: 08:01 گرینویچ - شنبه‬ 16 مارچ 2013 - 26 کب 1391

پلټنه د بریدونو پر پنځو اصلي ځایونو تمرکز کوي، چې ۲۵ بریدونه یې پاکستان، نور افغانستان، یمن، فلسطین او سومالیا کې دي.

پاکستان کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په تړاو د ملګرو ملتونو پلټونکې ډلې ويلي، اسلام اباد پخپله خاوره کې دا ډول بریدونه خپلې خاورې د ننه د امریکايي سرغړونې یوه بېلګه بللې ده.

پاکستان وايي، چې دغه بریدونه د دوی پر خاوره "تېری" دی.

دغه څرګندونې وروسته تر هغه رامخې ته شوې، چې پاکستان کې د ملګرو ملتونو یوې پټې ډلې د دغو بریدونو د زیانونو په اړه پلټنه کوله.

خو رپوټونه وايي، چې دغه بریدونه باید د حکومت له "ضمني موافقې" پرته ونه شي.

خبریالان وايي، د پاکستان خاوره کې ددغو بریدونو د موافقې په اړه د امریکا او پاکستاني چارواکو ترمنځ ضمني موافقه شوې او دغه بریدونه باید جاري وساتل شي.

له ۲۰۰۴ راپدېخوا تر روان ۲۰۱۳ کال پورې د پاکستان پر خاوره د امریکايي څارګرو بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږترلږه ۳۴۶۱ کسان وژل شوي، چې ۸۹۱ یې ولسي وګړي ښودل شوي.

دغه بریدونه د امریکا د څارګرې ادارې (سي ای اې) له لوري کېږي او کنټرولېږي.

رسمي موافقه

پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو زیاتره بریدونه د ولسمشر اوباما د واکمنۍ پرمهال شوي دي.

که څه هم د پاکستان او امریکا ترمنځ د دغو بریدونو په تړاو کومه رسمي موافقه نه شته، خو رپوټونه وايي، چې اسلام اباد امریکايي الوتکو ته له خپلې خاورې د څو کالو لپاره د الوتنو اجازه ورکړې ده.

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي ويلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا نه ده ختمه شوې.

ملګرو ملتونو پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدو په تړاو یوه پلټنه پیل کړې وه.

پلټنه د بریدونو پر پنځو اصلي ځایونو تمرکز کوي، چې ۲۵ بریدونه یې پاکستان، نور افغانستان، یمن، فلسطین او سومالیا کې دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .