د ټاکنو لپاره د پاکستان پارلمان منحل شو

د خپريدو وخت: 05:20 گرینویچ - 17 مارچ 2013 - 27 کب 1391
راجا پروېز اشرف

د لومړي وزیر په ګډون، د څلورو ایالتونو اعلی وزیرانو په یوه غونډه کې د ملي او ایالتي اسمبلیو د ټاکنو په یوه ورځ رای اچونې موافقه کړې ده.

د پاکستان په تېر ۶۵ کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره تر پنځه کلنې دورې بشپړېدو وروسته، ددغه هېواد ملي اسمبلي منحل شوې ده.

ددغه هېواد لومړي وزیر راجا پروېز اشرف د هېواد پر حکومتي تلوېزیون پخپله وینا کې وویل، چې اوس هېڅوک د شپې په تیاره کې پر دیموکراسۍ برید نه شي کولای.

په تېر کې د پاکستان مخکني واکمنان او واکمن حکومته د درغلیو، بډو او داسې نورو تورونو له کبله د خپلې کاري دورې تر بشپړېدا مخکې ړنګ شوي او له څوکۍ ایسته شوي دي.

که څه هم د پاکستان ملي اسمبلي ړنګه شوه، خو د حکومت او لوی اپوزیسیون ترمنځ د مخالفتونو له کبله د انتقالي مودې لپاره د لومړي وزیر په نوم کوم موافقه لا نه ده شوې.

حکومت او مخالف مسلم لیګ (ن) د هر یوه مخالف له لوري وړاندیز شوي نومونه رد کړي دي.

د ټاکنو څارنه

اوس دغه قضیه د پارلمان یوې کمېتې ته سپارل کېږي، خو که حل نه شي، د ټاکنو کمېسیون به د انتقالي دورې لپاره لومړی وزیر اعلانوي.

د انتقالي دورې د لومړي وزیر اداره به د ټاکنو څارنه کوي.

د لومړي وزیر په ګډون، د څلورو ایالتونو اعلی وزیرانو په یوه غونډه کې د ملي او ایالتي اسمبلیو د ټاکنو په یوه ورځ رای اچونې موافقه کړې ده.

راتلونکې ټاکنې د دوو میاشتو د ننه کېدای شي.

پاکستان له لويو اقتصادي ننگونو سره لاس او گريوان دى، او ډېر خلک د نورو اغېزمنو عامه خدمتونو غوښتونکي دي.

ټاکنیز لوبغاړي

سیاسي شنونکي وايي، د ټاکنو اصلي لوبغاړي او سیالي کوونکي به د ولسمشر اصف علي زرداري په مشرۍ د پیپلز ګوند او مخکني لومړي وزیر نواز شریف د مسلم لیګ (ن) د ډلې ترمنځ وي.

نوى حکومت به بې له شکه په افغانستان کې د حالاتو په اړه اندېښمن وي، په ځانگړي ډول چې د ناتوپه مشرۍ جگړه ييز ځواکونه د ٢٠١٤ م کال په پاى کې له افغانستانه وځي او دا چې ددې اغېز به پر پاکستان څه وي.

د ټاکنو کمیسیون به د ټاکنو لپاره په یه اوونۍ کې مهال وېش ټاکي، چې سیاسي فعالیتونه به هم ورسره چټک شي.

د پاکستان سیاسي ګوندونو د ایتلاف لپاره د بېلابېلو ډلو ترمنځ خبرې هم تېې شوې دي.

سیاسي شنونکي وايي، د ټاکنو اصلي لوبغاړي او سیالي کوونکي به د ولسمشر اصف علي زرداري په مشرۍ د پیپلز ګوند او مخکني لومړي وزیر نواز شریف د مسلم لیګ (ن) د ډلې ترمنځ وي.

دواړې ډلې له نورو ګوندونو سره د احتمالي ایتلاف یا د همکارۍ لپاره خبرو کې بوختې دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .