''اسد به د کیمیاوي وسلو کارولو حساب ورکړي''

د خپريدو وخت: 06:03 گرینویچ - پنجشنبه 21 مارچ 2013 - 01 وری 1392

د امریکا ولسمشر بارک اوباما منځني ختيځ ته د سفر پرمهال په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د سوریې واکمن نظام باید د کیمیاوي وسلو له کارولو ډډه وکړي، که نه نو پایله به یې د ددوی په زیان تمامه شي.

په قدس کې د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د خبرو پرمهال ښاغلي اوباما دا هم ویلي، چې "د سوري ولس پرضد د وسلو کارولو ضد زموږ دریځ روښانه دی، دا یوه ناوریني او خطرناکه تېروتنه ده".

نوموړی وايي چې "د اسد نظام باید پوی شي که چېرې بیا کیمیاوي وسلې وکاروي او یا یې ترهګرو ته د لېږدولو هڅه وکړه، ارومرو به حساب ورسره وشي".

فلسطیني او اسراییل

بل خوا، اوباما ویلي د یوه واکمن فلسطیني حکومت جوړېدل د اسراییلو په ګټه دی، د نوموړي له دې خبرو اشاره تېر کال ته وه چې "په لوېديځه تراډه کې د اسراييلي ترهګرو بریدونو په پایله او د فلسطینیانو په ځوابي بریدونو کې یوازې یو اسراییلی هم ونه وژل شو".

اوباما زیاتوي "د یادولو ده چې اسراییل باید پوی شي چې د یوې قوي او باثباته فلسطیني ادارې په رامنځ ته کېدو سره اسراییل ګټمن کېږي".

بارک اوباما منځني ختيځ کې

  • چارشنبه: له بنیامین نتنیاهو سره کتنه
  • پنجشنبه: له محمود عباس سره لیدنه، اسراییلي محصلینو ته وینا
  • جمعه: د بیت اللحم کلیسا ته تلل بیا اردن ته خوځېدل

ده ویلي، چې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د باور د فضا د غښتلي کولو لپاره به خپله هڅه وکړي.

اوباما ویلي "د اسراییلو د امنیت ساتلو لپاره موږ هوډمن یو، د خطرونو پروړاندې به له اسراییلو سره د ټکنالوژۍ په غښتلتیا کې مرسته وکړو".

ده ویلي چې اسراییل او د امریکا متحده ایالتونه "تر ۲۰۱۷ کال وروسته اسراییلو ته د پوځي مرستو د اوږدولو د معاملې لپاره سر له اوسه خبرې پیلوي.

بل خوا اسراییلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د دواړو حکومتونو منحلولو او سولې ته ژمن دی، ده منځني ختيځ ته د اوباما له سفره د "فلسطین او اسراییلو ترمنځ د خبرو د نوي پړاو پیلېدو لپاره هم هیله ښودلې ده".

نوموړي فلسطینیان یوځل بیا د سولې خبرو پیلولو ته رابللي، وايي چې "راځئ د خبرو پیلولو پر مېز کښېنو، او هر یو دې خپل شرطونه وړاندې کړو".

د ایران اتوم بم

د ایران د موضوع په اړه اوباما ویلي، چې هېوا به یې ژر "د هر راز اړین عمل ترسره کولو لپاره "خپلې مټې راونغاړي او د ایران د اټوم بم د مخنیوي لپاره به خپل غبرګون وښيي.

خو اوباما ویلي، چې لومړی باید دیپلوماتیکه لاره غوره کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .