اوباما بیا ایران ته د اتومي پروګرام په اړه ګواښ وکړ

د خپريدو وخت: 12:05 گرینویچ - پنجشنبه 21 مارچ 2013 - 01 وری 1392

ولسمشر اوباما ټینګار وکړ چې له ډیپلوماتیکو لارو د ایران اټومي مسالې غوڅولو ته لومړيتوب ورکوي.

اسراییلو ته پخپل لومړني سفر کې ولسمشر اوباما وویل، امریکا به اتومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي په خاطر هر لازم اقدام وکړي.

د اسراییلو له لومړي وزیر سره یوې ګډې خبرې غونډې ته ولسمشر اوباما وویل، امریکا غواړي د ایران موضوع د ډيپلوماسۍ له لارې حل کړي، که نه، په وینا یې نورې لارې هم شته.

خو ولسمشر اوباما ټینګار وکړ، چې له ډیپلوماتیکو لارو د دې مسالې غوڅولو ته لومړيتوب ورکوي.

په غونډه کې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سر وټکاوه، چې تر اوسه اقتصادي بندیزونو ایران له اټومي پروګرامه نه دی را ګرځولی.

ولسمشر اوباما اسراییل ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې له هر څه د مخه د اسراییلو د خوندیتوب لپاره د امریکا خونديتوب اعلان کړ، او دغه کار یې د سولې د راوستلو لپاره یو اړین ګام وباله.

هغه زیاته کړه "د تل پاتې سولې لپاره یو اصلي عنصر یو خوندي او پیاوړی یهودي هېواد وي، چې د اسراییلو امنیتي اندېښنې له منځه لاړې شي او په خوا کې یې یو خپلواک فلسطین وي''.

منځني ختیځ ته د ولسمشر اوباما د سفر پر ضد په غزه او نورو سیمو کې ځینې لاریونونه شوي دي.

دغه راز دواړو چارواکو په منځني ختیځ کې د سولې پر اړتیا هم ټینګار وکړي او د اسراییلو لومړي وزیر وویل چې هېواد یې له فلسطینیانو سره سولې ته ژمن دی.

هغه زیاته کړه "موږ خپل د سولې لاسونه فلسطینانو ji غځوو. اجازه راکړﺉ چې په یوه میز سره کښېنو او مخکني شرطونه یوې غاړې ته کېږدو او په ګډه سره کار وکړو تر څو یوه تاریخي جوړجاړي ته سره ورسېږو چې له مخې یې کړکېچ په یوځل او د تل لپاره پای ته ورسېږي".

ولسمشر اوباما د فلسطین ولسمشر محمود عباس سره خبرو لپاره رام الله ته تللی دی.

منځني ختیځ ته د ولسمشر اوباما د سفر پر ضد په غزه او نورو سیمو کې ځینې لاریونونه شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .