د دمشق چاودنې مشهور دیني عالم وژلی

د خپريدو وخت: 05:52 گرینویچ - جمعه 22 مارچ 2013 - 02 وری 1392
ډاکټر البوطي

ډاکټر البوطي چې څه باندې اتیا کاله عمر یې درلود په خپلو تلوېزیوني ویناو کې د حکومت پر مخالفینو سختې نیوکې کولې.

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې په یوه جومات کې چاودنې یو حکومت پلوه سني ملا وژلی دی.

د سوریې 'سانا' خبرې اژانس وايي محمد رمضان سعید البوطي په یوې ترهګرې چاودنې کې چې د امام په جومات کې وشوه، وژل شوی دی.

دولتي تلوېزیون پر سني ملا له بمي برید وروسته د پېښې د ځای تصویرونه خپاره کړل او ویې ویل چې د میزرا په ولسوالۍ کې ترهګر ځانمرګی برید شوی دی:

کلېکاږل د البوطي ژوندلیک

''دغه تصویرونه چې همدا شېبه تاسو ګورئ نن ماښام د هغه ځانمرګي بمي برید دي چې هدف یې د المیزرا په سیمه کې د الایمان جومات و. دا چاودنه هغه مهال شوه کله چې شهید ډاکټر البوطي یوه دیني وینا کوله''.

تازه رپوټونه وايي په برید کې له ۴۰ ډېر نور کسان هم وژل شوي او د ګنو زده کوونکو په ګډون ۸۰ نور ټپیان دي.

تر دې وړاندې د بشري حقونو په برخه کې د سوریې د مخالفینو پلوي څارونکو ویل چې چاودنې لږ ترلږه ۱۵ ملکیان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د مخالفینو د همغږۍ کمیټې بیا د وژل شویو کسانو شمېره ۲۰ تنه ښولې وه او ویل یې چې د پيښې سیمه اوس مهال د سوریې د حکومت په لاس کې ده.

د پېښې یوه عیني شاهد د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ:

ټوټې ټوټې

''ډاکټر محمد البوطي دلته وینا کوله، مو یو ناڅاپه د چاودنې غږ واورېد. موږ دننه جومات ته منډه کړه او ومولیدل چې خلک ټوټې ټوټې شوي دي''.

له چاودنې سم لاسي وروسته د سوریې دولتي تلوېزیون د وژل شویو کسانو شمېره ۴۲ او د ټپیانو ۴۰ یاده کړه.

تلوېزیون خپل عادي پروګرامونه بدل کړل او ماښامنۍ خبري خپرونه یې د محمد البوطي د وژل کېدو په خاطر څو ساعتونو ته اوږده کړه.

ډاکټر البوطي چې څه باندې ۸۰ کاله عمر یې درلود په خپلو تلوېزیوني ویناوو کې د حکومت پر مخالفینو سختې نیوکې کولې.

دی د سنیانو ترمنځ چې د بشارالاسد پرضد یې پاڅون کړی دی یو له هغو کسانو و چې د ولسمشر ملاتړ یې کاوه.

"د سوریې حکومت او مخالفین د کیمیاوي وسلو د کارولو پړه پر یو بل اچوي او دواړو خواوو د پلټنو غوښتنه کړې ده."

د بي بي سي د عربي چارو خبریال وايي په خپله د سنیانو په ټولنې له ډاکټر البوطي نه د خلکو کرکه پیدا شوې وه او د ده وژل کېدل د بشارالاسد پر رژیم یو سخت ګوزار ګڼل کېږي.

پر دغه سني ملا برید څو ساعته وروسته له هغه وشو چې ملګرو ملتونو وویل د هغو ادعاوو په اړه څیړنې کوي چې وايي د دې اوونۍ په لومړیو کې په سوریه کې کیمیاوي وسلې کارول شوي دي.

د سوریې حکومت او مخالفین د کیمیاوي وسلو د کارولو پړه پر یو بل اچوي او دواړو خواوو د پلټنو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نړیواله ټولنه په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د پوره خوندیتوب ډاډ غواړي او ولسمشر اوباما وار دمخه ویلي دي چې د کیمیاوي وسلو کارول به سره کرښه وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .