استرالیا کې تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي افغانان دي

د خپريدو وخت: 16:03 گرینویچ - جمعه 22 مارچ 2013 - 02 وری 1392

د ۲۰۱۱ کال په پرتله په ۲۰۱۲ کال کې په استرالیا کې د افغان پناه غوښتونکو شمېره په سلو کې ۷۹ ډېره شوې ده.

استرالیايي رسنیو د ۲۰۱۱ کال په پرتله په ۲۰۱۲ کال کې د سیاسي پناه غوښتونکو شمېره ډېره ښوولې او وايي په سلو کې ۳۷ ډېروالی په کې راغلی دی.

تر ټولو ډېر غوښتنلیکونه د افغانانو، سرېلنکایانو او پاکستانیانو له خوا ورکړل شوي دي.

استرالیايي رسنۍ په خپرو شویو شمېرو کې ښيي چې د ۲۰۱۲ کال په ترڅ کې ټول ټال ۱۵۸۰۰ کسانو په دغه هېواد کې سیاسي پناه غوښتې وه.

د دغو کسانو له ډلې تر ټولو ډېر افغانان وو چې ۳۰۷۹ کسان کېدل.

په دویم نمبر سریلنکايان وو چې ۲۳۴۵ کسانو يې په استرالیا کې سیاسي پناه غوښته.

استرالیايي رسنۍ وايي په افغانستان کې نا امنیو او له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته حالاتو باندې د خلکو اندېښنې ښايي د دې سبب شوې وي چې د وړم کال په پرتله د افغان پناه غوښتونکو شمېره خورا لوړه شوه.

د ۲۰۱۱ کال په پرتله په ۲۰۱۲ کال کې په استرالیا کې د افغان پناه غوښتونکو شمېره په سلو کې ۷۹ ډېره شوې ده.

دغه راز د پاکستانیانو له خوا هم په استرالیا کې د سیاسي پناه غوښتونکو شمېره د وړم کال په پرتله خورا ډېره شوې ده.

د ۲۰۱۲ کال په ترڅ کې ۱۵۱۲ پاکستانیانو په استرالیا کې سیاسي پناه غوښتې ده.

د ځینو نورو پرمختللیو هېوادونو په څېر په استرالیا کې هم د سیاسي پناه غوښتنې موضوع ډېره حساسه ده.

خو په پرمختللیو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو یوازې درې فیصده خلک استرالیا ته ورغلي دي.

په ۲۰۱۲ کال کې نژدې نیم میلیون کسان پرمختللیو هېوادونو ته د سیاسي پناه په هیله ورغلي وو.

د دوی له ډلې نژدې درې برخې اروپايي هېوادونو او ۲۰٪ يې شمالي امریکا ته تللي وو.

د سوریې کړکېچ د پناه غوښتونکو شمېره لوړه کړې ده خو بیا هم د رپوټونو له مخې تېر کال تر ټولو ډېر د افغانستان اوسېدونکي په سیاسي پناه پسې وتلي وو.

په ۲۰۱۲ کال کې ۳۶۶۰۰ افغانانو د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې سیاسي پناه غوښته ور پسې د سوريې، سربیا، چین او پاکستان اوسېدونکي وو.

څه کم درې میلیونه افغانان د نړۍ په ۷۱ هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي خو د دوی ډېره برخه په پاکستان او ایران کې دېره دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .