د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي استعفا وکړه

د خپريدو وخت: 04:30 گرینویچ - شنبه‬ 23 مارچ 2013 - 03 وری 1392
میقاتي

میقاتي په ۲۰۱۱ کال تر خبرو او جوړجاړي پنځه میاشتې وروسته د لبنان لومړی وزیر شو، ځکه چې دی له سیاسي کړیو سره جوړ راتله.

د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي د خپل ټول حکومت د استعفا اعلان وکړ.

دغه ګام وروسته له هغو واخیستل شو، چې کابینه ونه توانېده، چې پر هغه کمیسیون سره یوه خوله شي چې د جون په میاشت کې پلان شوي انتخابات وڅاري.

کابینه په دې برخه کې سره وېشلي وه او د یوه امنیتي چارواکي د کاري مودې د غځولو پر سره هم اختلافات و.

صدراعظم نجیب میقاتي د حکومت د استعفا اعلان په دې ټکو وکړ:

''سر له ننه زه د حکومت د استعفا اعلان کوم. که خدای کول دا به په لبنان کې سیاسي ډلو ته د دې زمینه برابره کړي چې خپلو مسؤولیتونو ته اوږه ورکړي او په دې موخه ټاکنو ته وروګرځي چې لبنان له ناڅرګند حالته وژغوري''.

په ګاونډي سوریه کې د کړکېچ له امله لبنان له سیاسي بحران سره مخامخ دی.

ښاغلي میقاتي هڅه کوله چې د داخلي امنیت د مشر اشرف رفیع د کار موده وغځوي خو د حزب الله ډله چې په حکومت کې ډېر نفوذ لري له دې کار سره مخالفت لري.

ښاغلي میقاتي وايي د لبنان د سیاسي ډلو ترمنځ اختلافاتو ژور ټپونه پیدا کړي، چې په وینا یې یوازې د خبرو له لارې رغېدای شي.

هغه یادونه وکړه چې تر دې مخکې یې هم دوه ځل استعفا کولو ته زړه ښه کړی و.

ښاغلی میقاتي وروسته له هغه صدراعظم شو چې حزب الله او متحدینو یې د سعد حریري ایتلافي کابینه ړنګه کړه.

ولسمشر سلیمان تر اوسه څه نه دي ویلي چې د نجیب میقاتي استعفا به ومني او کنه.

میقاتي ویلي وو، چې تېر کال یې په چاودنه کې د استخباراتو د مشر تر وژل کېدا وروسته د استعفا ورکولو نیت کړی و، خو کلېکاږل ولسمشر میشال سلیمان یې استعفا ونه منله.

شاید د میقاتي استعفا په هېواد کې د ناکراریو سبب شي، چې د سوریې له ناامنیو سره هم نېغ تړاو لري.

میقاتي په ۲۰۱۱ کال تر خبرو او جوړجاړي پنځه میاشتې وروسته د لبنان لومړی وزیر شو، ځکه چې دی له سیاسي کړیو سره جوړ راتله.

حکومت د مارچ اتمې ایتلاف ترلاسه کړ، چې تر ډېره په کې د حزب الله شیعه او شریکانو ډېره ونډه ده.

پر حکومت د سني ډلو نیوکې ډېرې شوې، او واکمنه ډله یې په توکمیز خیانت تورنه کړه، ویل یې چې د حزب الله او ایران ملاتړ ورسره دی.

شاید د میقاتي استعفا په هېواد کې د ناکراریو سبب شي، چې د سوریې له ناامنیو سره هم نېغ تړاو لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .