البوطي... دین مشهور کړ، سیاست وواژه

د خپريدو وخت: 05:24 گرینویچ - شنبه‬ 23 مارچ 2013 - 03 وری 1392
البوطي

البوطي د حافظ الاسد له واکمنۍ راهیسې له سیاسي نظام سره اړیکه لرله، په تېره بیا د تېرې پېړۍ په ۹۰ لسیزه کې د نظام نژدې سړی و.

د اسلامي نړۍ وتلی عالم شیخ محمد سعید رمضان البوطي په اسلامي علومو کې یوه وتلې څېره وه، چې د اسلامي نړۍ له هر ګوټه ورته په اسلامي مسایلو کې مراجعه کېدله.

خو په تېره یوه لسیزه کې دغه عالم ډېر مشهور شو، شهرت یې تر هغه وروسته ډېر زیات شو، چې د سوري پاڅون پرخلاف دریځ یې خپل کړ او د بشارالاسد د نظام ملاتړ یې وکړ.

زیږېدنه

علامه البوطي په ۱۹۲۹ کال په ترکیه کې د سوریې او عراق پولې ته څېرمه د بوطان ټاپو چې د ابن عمر په ټاپو هم شهرت لري، "جلیکا" کلي کې زیږېدلی.

په څلور کلنۍ کې له خپل پلار ملا رمضان البوطي سره دمشق ته تللی.

زده کړه

محمد سعید رمضان البوطي له کوچنیوالي راهیسې د یوې ځانګړتیا لرونکي زده کوونکي په توګه شهرت درلود، ثانوي او شرعي زده کړې یې د دمشق په اسلامي انستیتیوت کې بشپړې کړې، له خپل پلاره د دین په علومو کې اغېزمن شوی، خو په دیني مسایلو کې ژور تللی دی.

البوطي –چې په عربي او ترکي ژبو یې روانې خبرې او لیکنې کولې- په ۱۹۵۳ کال د الازهر پوهنتون شرعیاتو پوهنځي کې شامل شو، نړیوال سند یې په ۱۹۵۵ کال ترلاسه کړ، په بل کال د الازهر عربي ژبې څانګې ته شامل شو، او د تربیې په برخه کې یې دیپلوم ترلاسه کړ.

دندې

البوطي په ۱۹۶۰ کال د دمشق پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي مشر وټاکل شو، بیا په ۱۹۶۵ کال یې له الازهر پوهنتونه په شرعي علومو کې دوکتورا ترلاسه کړه.

په همدې کال د دمشق پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي مدرس وټاکل شو، چې بیا وروسته ژر مدیر شو.

''بهرنۍ دسیسه''

"البوطي پخپل ګڼو څرګندونو کې د واکمن سوري نظام ملا وتړله، او دا پاڅون یې د اسراییلو په مشرۍ د "بهرنیانو دسیسه" وبلله، خو د سوري پوځ کړنې یې وستایلې."

البوطي

البوطي د دمشق د امویانو یا الایمان جومات امام و، خو د شام د علماوو د ټولنې مشري یې هم کوله.

په عمان کې هم د اسلامي فکر د مؤسسې غړی و، همدشان د اکسفورډ د اکاډیميکې شورا غړی و.

علمي تجربه

علامه البوطي د اهل سنت څلورو مذاهبو ملاتړی او عملي کوونکی و، خو د سلفیانو (وهابیانو) پروړاندې یې له خپل مذهبه کلکه دفاع کوله.

د "سلفیت یوه مبارکه زماني مرحله ده، نه اسلامي مذهب" په نامه یو کتاب یې چاپ کړ.

د عقایدو او مادي فلسفې موضوع کې یې ژور بحث کړی، او د "اروپا له ټکنالوژۍ تر روحانیت پورې، د مات پله ستونزه" په نامه کتاب یې په دې اړه لیکلی.

سیاسي تجربه

البوطي د حافظ الاسد له واکمنۍ راهیسې له سیاسي نظام سره اړیکه لرله، په تېره بیا د تېرې پېړۍ په ۹۰ لسیزه کې د نظام نژدې سړی و.

په دې وخت کې، د سوریې په رسمي رسنیو کې راڅرګندېده. دغه اړیکه د بشارالاسد د واکمنۍ پرمهال ډېره غښتلې شوه.

نوموړی د زور له لارې د بدلون راوستلو سرسخت مخالف و، همدا وو چې په ۱۹۹۳ کال یې د "جهاد په اسلام کې" کتاب ولیکه، چې تر ډېره یې په کې د اسلامي ډلو او دده د مفکورې ترمنځ مبحثونه او د اختلاف ټکي په کې راواخیستل.

سوري پاڅون

د شیخ البوطي ګڼ کتابونه په ځینو اسلامي ژورنالونو او خپرنیو کې چاپ شوي، او د دمشق الایمان جامع جومات کې تدریس شوي دي.

د سوریې درعا ښار ته د عرب پسرلي څپو په رسېدو سره، هلته د ازادۍ په نامه مظاهرې وشوې، سوري نظام د پاڼ او پړانګ ترمنځ ګیر شو، دا څپې د هېواد نورو سیمو ته وغځېدې، تاوتریخوالی وشو، کورنۍ جګړه ونښته، چې د زرګونو انسانانو ژوند یې واخیست.

البوطي پخپل ګڼو څرګندونو کې د واکمن سوري نظام ملا وتړله، او دا پاڅون یې د اسراییلو په مشرۍ د "بهرنیانو دسیسه" وبلله، خو د سوري پوځ کړنې یې وستایلې.

په مقابل کې یې د سوریې د ازاد پوځ پر جنګیالیو نیوکې وکړې، او دوی ته یې پر رسمي تلوېزیون د "چټلۍ" خطاب وکړ.

د نوموړي دغه څرګندونې د دې لامل شوې، چې له پاڅون سره په مقابل کې واقع شي، همدا وو چې خپل دښمنان یې په لوی لاس ډېر کړل، ان ځینو ورته د "درباري عالم" خطاب وکړ.

وژنه

علامه البوطي د ۸۳ کلونو په عمر د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۲۱) د دمشق په شمالي المزرعه کلي الایمان جومات کې یوې چاودنې لمونځ کوونکو ته د یوه دیني درس پرمهال وواژه.

په برید کې ۴۲ نور کسان هم ووژل شول او تر ۸۰ ډېر نور ټپیان شول، چې په دوی کې د علامه یولمسی هم و.

د نوموړي د وژل کېدو په لومړي غبرګون کې د سوریې مخالفانو او سوري نظام دغه وژنه په کلکو ټکو وغندله، خو یو پر بل یې ددغه "جرم" پړه واچوله.

اثار

علامه البوطي د ۸۳ کلونو په عمر د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۲۱) د دمشق په شمالي المزرعه کلي الایمان جومات کې یوې چاودنې لمونځ کوونکو ته د یوه دیني درس پرمهال وواژه.

علامه البوطي اسلامي او عربي کتابتون ته بډایه کتابونه وروبښل، چې شمېر یې تر شپېتو اوړي، په ګڼو کې یې اسلامي علوم او اداب څرګند کړل، فلسفه او ټولنیز علوم یې تشریح کړل، تر ټولو مشهور کتابونه یې "د نبوي سیرت پوهنه"، "اسلام او عصر"، په قرآن کې د انساني پرمختګ تګلاره" او "دا زموږ ستونزې دي" دي.

ګڼ کتابونه یې په ځینو اسلامي ژورنالونو او خپرنیو کې چاپ شوي، او د دمشق الایمان جامع جومات کې تدریس شوي دي.

نوموړي په ګڼو تلوېزیوني اسلامي پروګرامونو کې کوربه توب کړی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .