پنجاب کې ترافیکي پېښې ۲۳ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 12:08 گرینویچ - شنبه‬ 23 مارچ 2013 - 03 وری 1392

د پېښې ځای کې د برېښنا د مزیو رالوېدو له کبله ژغورندویه او مرستندویه ډلې له خنډ او ځنډ سره مخامخې دي.

د پاکستان پنجاب ایالت کې یو مسافر وړونکی ګاډی له برېښنايي ستنې سره جنګېدلی، چې له کبله یې لږترلږه درویشت کسان وژل شوي او ترشلو پورته نور ټپیان دي.

پېښه د پڼجاب ایلات شهر شیخوپوره کې شوې ده.

پولیس وايي، ګاډی له لاهوره فیصل اباد ته روان و، چې ګهیځ وختي د فیصل اباد پر لویه لار د برېښنا له یوې ستنې سره ټکر او وجنګېده.

ټپیان روغتونونو ته وړل شوي، خو د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.

یوه پولیس افسر ذوالفقار چیمه اې پي ته ویلي، چې پېښه پنځه دېرش مسافر ټپیان شوي.

که څه هم دوی د نورو جزییاتو له ورکولو ډډه کړې، خو پلټنې یې پیل کړې دي، چې د بس چلوونکي د بې پامۍ له کبله پېښه رامنځ ته شوې او که څنګه.

د پېښې ځای کې د برېښنا د مزیو رالوېدو له کبله ژغورندویه او مرستندویه ډلې له خنډ او ځنډ سره مخامخې دي.

پاکستان کې ترافیکي پېښې ډېرې کېږي.

په روانه میاشت کې، د خیبر پښتونخوا لیرې کوهستان سیمه کې د پوځيانو یو کاسټر ګاډی له سړکه واوښت، چې لږترلږه پنځه ویشت کسان په کې ووژل شول، چې ۲۳ یې پوځيان وو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .