پوستکي لاندې د وینې ازموینې وسیله وموندل شوه

د خپريدو وخت: 15:28 گرینویچ - شنبه‬ 23 مارچ 2013 - 03 وری 1392

دا وسیله یوې سویسۍ ډلې جوړه کړې ده.

سيانس پوهان وايي داسې يوې وسیلې ته يې وده ورکړې چې د انسان تر پوستکي لاندې ايښودل کېږي او د موبايل يا ګرځنده ټيليفون له لارې هره شېبه د وينې د بېلا بېلو موادو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکوي.

دغه وسیله چې د يوه سویسي ټیم له لوري جوړه شوې ١٤ ملي متره اوږده، دوه ملي متره يې پېړوالى دی، او په ډېرې اسانۍ سره په يوه وخت کې د وينې په ترکيب کې لږ تر لږه پنځه ډوله مواد امتحان يا چک کولى شي.

ډاکتر دغه دېټا يا معلومات په اسانۍ سره د بلو توت Bluetooth يا راډيويي موجونو له لارې خپل سيستم ته لېږدولی شي تر څو د هغو په اساس د ناروغ تشخيص وکړي او اړين داروګان ورته ورکړي.

دغه وسیله چې ښايي له اوس نه څلور کاله وروسته بازار ته را ووځي د انسان د ورانه، خېټې او يا د مټې تر پوستکي لاندې ايښودل کېږي او ښايي هلته د مياشتو لپاره وساتل شي.

البته دې ته ورته په نورو وسیلو هم کار کېږي خو سيانس پوهان وايي دغه نوې موندنه خورا غوره او ښه ده ځکه په يوه وخت کې د وينې تر پنځو ډولو مواد چک کولى شي.

دوی وايي دغه نوې وسیله به د وينې د غوړو په معلومولو، د شکرې د ناروغانو د شکرې د اندازه کولو او همدا راز په وينه کې د کېمو تراپۍ د داروګانو د اندازې د معلومولو په برخه کې زياته ګټوره پرېوځي.

د دغې وسیلې جوړونکو دغه وسیله تر اوسه په لابراتوار او پر ځينو ژوو کارولې خو وايي لا يې په انسانانو کې ورنه کار نه دى اخیستى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .