پروېز مشرف پاکستان ته ستون شو

د خپريدو وخت: 07:48 گرینویچ - 24 مارچ 2013 - 04 وری 1392
مشرف

مشرف په ۱۹۹۹ کال د هغه وخت د لومړي وزیر نواز شریف حکومت ړنګ کړ، او د یوې پوځي کودتا له لارې واک ته ورسېد.

په داسې حال کې چې د پاکستان د مخکني پوځي مشر پروېز مشرف ځینې دوسې پاکستانۍ محکمو کې ناحل پاتې دي، نوموړی د یکشنبې په ورځ (مارچ ۲۴) خپل هېواد ته تر څه باندې څلور کلن تبعید وروسته راستون شوی دی.

د ۲۰۰۸ کال په اګست کې تر استعفا وروسته، پروېز مشرف له پاکستانه ووت او د تبعید موده یې په برتانیا او متحده عربي اماراتو کې تېره کړه.

پاکستاني محکموم په څو قضیو کې د مشرف د ښکېلتیا او تور له کبله د هغه د نیولو امر کړی، چې په کې د ۲۰۰۷ کال د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظير بوټو وژلو کې د لاس لرلو دوسیه هم شته.

سور جومات

پر هغه دا تور هم دی، چې په ۲۰۰۶ کال یې د بلوڅانو مشر نواب اکبر بکټي د مشرف په امر پوځي عملیاتو کې ووژل شو، په ناقانونه توګه یې د ځینو قاضیانو د نیولو امر کړی او د اسلام اباد په سره جومات پوځي برید دده په امر شوی، چې تر ۹۰ ډېر زده کوونکي په کې ووژل شول.

د نیونې د اندېښنو له امله مشرف له یوې محکمې د لنډې مودې لپاره ضمانت اخیستی دی.

مشرف د تبعید په کلونو کې خپل یو نوی سیاسي ګوند ''ال پاکستان مسلم لیګ'' جوړ کړی دی.

ګڼو خلکو د مشرف ضد لاریون وکړ او د هغه د محاکمې غوښتنه یې کوله.

دی وايي چې د ۱۱ پارلماني ټاکنو لپاره به د ګوند د ټاکنیز کمپاین مشري کوي او ټاکنو کې به برخه واخلي.

د مشرف د ستنېدا د خبر تر خپرېدو وروسته، پاکستاني طالبانو په یوه خپره کړې وېدیو کې د مشرف د وژلو ګواښ کړی، او وايي، چې ددې کار لپاره یې یوه ''سرتېره'' ډله چمتو کړې ده.

پروېز مشرف په دبۍ کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې ده ته د طالبانو ګواښ څه نوې خبره نه ده.

جنرال پروېز مشرف په داسې حال کې له دبۍ رالوتلې الوتکې په مټ د کراچۍ پر نړیوال هوايي ډګر ښکته شو، چې ملاتړي یې هلته ورغلي وو.

له مشرف سره له دبۍ څخه د هغه ځینې پلویان او یو شمېر خبریالان هم ملګري وو.

جنجالي واکمني

دا چې مشرف باید کراچۍ ته له رسېدا سره سم، د پاکستان د بنسټ اېښودونکي محمد علي جناح مقبرې ته څېرمه غونډه کړې وای، د امنیتي اندېښنو له کبله غونډه لغوه شوه، خو پر ځای یې پر هوايي ډګر د وینا کولو اجازه ورکړل شوه.

مشرف په ۱۹۹۹ کال د هغه وخت د لومړي وزیر نواز شریف حکومت ړنګ کړ، او د یوې پوځي کودتا له لارې واک ته ورسېد.

نواز شریف له بندي کېدا وروسته سعودي عربستان ته تبعید شو، خو تر جوړجاړي وروسته بېرته پاکستان ته ستون شو.

کراچۍ

د کراچۍ پر هوايي ډګر د مشرف هرکلي ته د هغه پلویان راغونډ شوي وو.

د پروېز مشرف د واکمنۍ شاوخوا نهه کلنه موده ډېره لانجمنه وه، چې په افغانستان کې یې د طالب رژيم د ړنګولو لپاره امریکایانو ته د پاکستاني هوايي ډګرونو کارولو اجازه ورکړه.

همداشان، د هندي کشمیر په کارګل کې د هغه وخت د حکومت له خبرولو پرته یې پخپل سر پوځي عملیات وکړل.

مشرف ټینګار کوي، چې دده پرضد تورونه سیاسي اړخ او موخې لري، خو په محکمو کې به په هر ډول له خپل ځانه دفاع وکړي.

سیاسي شنونکي وايي، اوس په سیاسي ډګر کې مشرف مهم رول بایللی؛ ځکه چې د نوموړي پخوانيو متحدینو او ملګرو له نورو سیاسي ډلو سره لاسونه یو کړي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .