جان کېري په ناڅاپي سفر عراق ته تللی

د خپريدو وخت: 04:36 گرینویچ - دوشنبه 25 مارچ 2013 - 05 وری 1392

امريکايي چارواکي وايي چې د بهرنيو چارو وزير به په عراق کې د سياسي اصلاحاتو راوستلو پر سر هم له عراقي چارواکو سره خبرې وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري په يو ناڅاپي سفر عراق ته تللى او هلته يې د لومړي وزير نوري المالکي په ګډون له يو شمېر جګپوړو چارواکو سره خبرې کړې دي.

ښاغلي کېري ويلي دي چې د ايران لخوا سوريې ته د وسلو لېږد د ولسشمر بشار الاسد د حکومت په پايښت او ساتنه کې مرسته کوي.

امريکا پر عراق تور لګوي چې د ايران پر هغو الوتکو چې دعراق له اسمانه تېرېږي سمه څارنه نه کوي خو ايران وايي په الوتکو کې بشري مرستې لېږدوي.

عراق ته د بهرنیو چارو د وزير په توګه د جان کېري دا لومړى سفر دى. له نوري المالکي سره تر خبرو وروسته ښاغلي کېري خبريالانو ته وويل:

"ما دا موضوع لومړي وزير ته په بشپړه توګه روښانه کړه چې د عراق پر فضايي حريم د ايراني الوتکو تېرېدنه په حقيقت کې د بشارالاسد او د هغه د رژيم په ساتنه کې مرسته کوي او عراق بايد د ايران هغه الوتکې چې سورېې ته ځي سمې وپلټي"

په واشنګتن کې دا ډول کلک شکونه راټوکېدلې دي چې ګواکې عراقي چارواکي، چې زياتره يې له ايران سره خواخوږي لري کېداى شي ايراني چارواکو ته له وړاندې خبر ورکوي چې کومې الوتکې وپلټي.

امريکايي چارواکي وايي چې د بهرنيو چارو وزير به په عراق کې د سياسي اصلاحاتو راوستلو پر سر هم له عراقي چارواکو سره خبرې وکړي.

د امریکایانو اندېښنه

امريکا په ځانګړي ډول د ښاغلي المالکي لخوا د سني ډلو د پردي او گوښې کولو په اړه اندېښمنه ده.

ښاغلي المالکي په مرکزي حکومت کې د سني ډلو وڼده ځندولې ده. د هېواد په لوېديځو ايالتونو کې چې اکثر وګړي يې سنيان دي د المالکي د حکومت پر ضد بغاوت شته او دوى د سوري حکومت له مخالفو ياغيانو سره راشه درشه هم لري.

امريکايان په عراق او سوريه کې د هغو سني تندلارو د فعاليتونو په اړه چې له القاعدې سره اړيکي پالي، اندېښمن دي.

ښاغلى کېري له ښاغلي المالکي غواړي چې د کابينې هغه پرېکړه لغوه کړي چې د الا نبار او نينوي په شان ايالتونو کې چې اکثر په کي سنيان مېشت دي انتخابات وځندوي، چې دې کار لانجه نوره هم پېچلې کړې ده.

ښاغلى المالکي په تېرو وختونو کې د امريکايانو د غوښتنو په منلو کې زړه نازړه و او د ٢٠١١ م کال په پاى کې له عراقه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې د امريکا نفوذ پام وړ کمزورى شوى دى.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .