پاکستان کې سرپرست لومړی وزیر وټاکل شو

د خپريدو وخت: 08:00 گرینویچ - 24 مارچ 2013 - 04 وری 1392

د پاکستان په ۶۵ کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره تر پنځه کلنې دورې بشپړېدو وروسته ملي اسمبلي د مارچ په شپاړسمه منحل شوه.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون متقاعد قاضي القضات میر هزار خان کهوسو د دغه هېواد د سرپرست لومړي وزیر په توګه ټاکلی دی. پاکستان کې د پارلمان له منحل کېدو اته ورځې وروسته د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون د سرپرست لومړي وزیر په توګه د نوموړی د ټاکلو اعلان کړی.

د سرپرسرت لومړي وزیر د دندې لپاره د حکومت له لوري د ډاکټر عشرحسین، متقاعد قاضي القضات میر هزار خان کهوسو او د مخالف ګوند له لوري د متقاعد قاضي القضات ناصر اسلم زاهد او رسول بخش پلیجو نومونونه د غور لپاره وړاندې شوي وو.

سرپرست لومړی وزیر ښاغلی کهوسو د ۱۹۲۹ کال په سپتمبر کې د بلوچستان ایالت په جعفراباد سیمه کې زېږېدلی. نوموړي د سند ایالت په سند او کراچۍ پوهنتونونو کې زده کړې کړي.

نوموړی په پاکستان کې د پیپلز ګوند د موسس ذولفقار علي بوټو د حکومت په وروستیو کې د بلوچستان په ستره محکمه کې د موقتي قاضي په توګه کار پیل کړ.

وروسته د پاکستان پوځي واکمن ضیاالحق نوموړی دایمي قاضي کړ او د قاضي القضات په توګه یې د ۱۹۹۱ په سپتامبر کې متقاعد کړ. نوموړی له متقاعد کېدو یوه میاشت وروسته د پاکستان د فدرالي شرعي محکمې د قاضي په توګه کار پیل کړ او د نوازشریف د حکومت پر مهال د فدرالي شرعي محکمې مشر وټاکل شو.

د پاکستان په تېر ۶۵ کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره تر پنځه کلنې دورې بشپړېدو وروسته دغه هېواد ملي اسمبلي د مارچ په شپاړسمه منحل شوه.

لومړی وزیر او د لوی اپوزیسیون مشر سره درې ورځې وخت وو چې سرپرست لومړی وزیر وټاکي، چې تر پارلماني ټاکنو د انتقالې مودې د هېواد چارې پرمخ بوځي او د ټاکنو څارنه هم وکړي. خو هغوی په کې بریالي نه شول.

وروسته له اساسي قانون سره سم، د لومړي وزیر د ټاکلو مساله د دواړو غاړو د ګوندونو یوې اته کسیزې کمېټې ته وسپارل شوه چې د کمېټې غړي هم درې ورځو کې څه پرېکړې ته رسېدو کې بریالي نه شول.

پاکستان کې په داسې حالت کې د سرپرست لومړي وزیر د ټاکلو مسؤوليت د ټاکنو د کمېسیون دی، چې دوو ورځو کې پرېکړه وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .