پاکستان: سرپرست لومړي وزیر لوړه وکړه

د خپريدو وخت: 10:00 گرینویچ - دوشنبه 25 مارچ 2013 - 05 وری 1392

میر هزارخان کهوسو د پاکستان شپږم سرپرست لومړی وزیر دی.

متقاعد قاضي میرهزارخان کهوسو د پاکستان د سرپرست لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه. اسلام اباد کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري سرپرست لومړي وزیر ته سوګند ورکړ. نوموړی د پاکستان شپږم سرپرست لومړی وزیر دی. د لوړې په مراسیمو کې د پاکستان د مخکني لومړي وزیر راجا پرویز اشرف په شمول د دغه هېواد سیاسي او مخورو شخصیتونو او بهرنیو دیپلوماتانو برخه ادرلوده. له دې مخکې ښاغلي کهوسو ویلي و، چې په پاکستان کې د شفافو او بې پرې ټاکنو کول یې د لومړیتوبونو په سر کې ځای لري.

"تېره ورځ د ( مارچ ۲۴ ) د پاکستان د ټاکنو کمېسیون متقاعد قاضي میر هزار خان کهوسو د دغه هېواد د سرپرست لومړي وزیر په توګه وټاکه."

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون له لوري د سرپرست لومړي وزیر په توګه له ټاکل کېدو وروسته تېر ماښام ( د مارچ ۲۴ ) له رسنیو سره په خبرو کې نوموړي وویل، هڅه به وکړي له ټولو سیاسي ګوندونو سره یو ډول بې پرې چلند وکړي. د نوموړي په وینا دی هم تمه کوي، چې سیاسي ګوندونه به ورسره په دې لړ کې مرسته وکړي. د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي کهوسو وویل د سرپرست حکومت موده به و نه غځوي او که د ټاکنو په کولو کې پاتې راشي، " نو کور ته به ستون شي."

د خپلې ادارې په اړه د خبرو پر مهال نوموړي وویل، چې وزارتونو لپاره یې تر اوسه د کسانو په نومونو غور نه دی کړی، خو په وینا يي هڅه به وکړي کوچنۍ اداره جوړه کړي، چې د وزیرانو شمېر په کې له لسو تر دوولسو پورې وي. د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه ښاغلي کهوسو وویل، چې د امنیت ټینګښت د ایالتي حکومتونو دنده ده او دی به له هغو سره په ګډه په دې لړ کې کار وکړي.

تېره ورځ د ( مارچ ۲۴ ) د پاکستان د ټاکنو کمېسیون متقاعد قاضي میر هزار خان کهوسو د دغه هېواد د سرپرست لومړي وزیر په توګه وټاکه. پاکستان کې د پارلمان له منحل کېدو اته ورځې وروسته د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون د سرپرست لومړي وزیر په توګه د نوموړی د ټاکلو اعلان وکړ.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .