له شمالي کوریا د جنوبي کوریا غوښتنه

Image caption شمالي کوريا په خپل وروستي خبرداري کې ويلي چې د اوږده واټن توغندي او د ستراتيژيکو توغنديو ډلګي د تيارسۍ په حال کې دي.

د جنوبي کوريا نوې ټاکل شوې ولسمشرې پارک جيون هی له شمالي کوريا په کلکه غوښتي چې د وسله والې جګړې ګواښ د مخنيوي لپاره دې خپل مسير ته بدلون ورکړي.

شمالي کوريا په خپل وروستي خبرداري کې ويلي چې د اوږده واټن توغندي او د ستراتيژيکو توغنديو ډلګي د تيارسۍ په حال کې دي چې د اړتيا پر مهال په ارام سمندر کې پر امريکايي اډو بريد وکړي.

دغه هېواد په سويل کې له پوځي مشقونو او د وروستيو اټومي ازموينو له کبله له سختو بنديزونو وروسته دغه ګام پورته کوي.

درې کاله وړاندې د ډوبې شوې جنګي بېړۍ د پېښې د ياد پر مهال اغلې پارک وويل له شمالي کوريا یې يوازینۍ هيله دا ده چې خپل اټومي او د توغنديو پروګرام پرېږدي.

د روانې مارچ میاشتې په نیمايي کې په شمالي کوریا پورې یوې تړلې آنلاین ورځپاڼې د جنوبي کوریا هغو خلکو ته د وتلو خبرداری ورکړ چې له پولو سره نژدې اوسېږي.

په هغې مقالې کې د جنوبي کوریا د پنځو لوېدیځو ټاپوګانو یادونه شوې وه، چې په وروستیو کې د شمالي کوریا رسنیو د بریدونو د هدف په توګه یاد کړي وو.

ورځپاڼې خبرداری ورکړی و چې کوچنۍ پېښه کولای شي د اور لامل شي. دا د شمالي کوریا له خوا د خبرداریو د لړۍ ورستۍ هغه وبلل شوه.

سيول شمالي کوريا د هغې جنګي بېړۍ په ډوبولو تورنوي چې په ۲۰۱۰ کال کې په کې ۴۶ ماڼوګان مړه شول.

ورته مطالب