ایران د عرب لیګ پرېکړه عربي نړۍ ته ''خطرناکه'' بولي

Image caption د سوري ایتلاف مشر معاذ الخطیب له عربي ټولنې وغوښتل، چې په ملګرو ملتونو کې دې دوی ته یوه څوکۍ ورکړل شي.

په داسې حال کې چې د عربي هېوادونو ټولنې د قطر دوحې غونډې په پایله کې سوري ملي ایتلاف ته د څوکۍ ورکولو حق ورکړ، ایران او سوریې دغه پرېکړه ناعادلانه بللې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي دغه پرېکړه یوه خطرناکه کړنه بللې ده، خو په ملګرو ملتونو کې روسي استازي بیا ویلي چې دا کار د سوري کړکېچ په ختمولو کې "هېڅ مرسته نه شي کولای".

د ایران د محصلینو خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال وزیر حسین امیر عبداللهیان له قوله ویلي چې "د هغو کسانو لپاره د عربي ټولنې په اتحادیه کې د څوکۍ ځانګړې کول، چې د سوري پوځ هېڅ استازیتوب نه کوي، د عربي نړۍ یو خطرناک ګام دی، فکر کوم، دا ډول کړنې به په سیمه کې د عربي ټولنې اغېز کم کړي".

سیاسي توازن

بل خوا، په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي ویتالي چورکین ویلي، سوري ایتلاف ته ددغې څوکۍ ورکول د سوله ییز حل په برخه کې هېڅ مرسته نه شي کولای.

"نن روسیه" تلویزیوني شبکې پرخپله وېبپاڼه د ښاغلي چورکین له خولې ویلي، چې د عربي هېوادونو د ټولنې دغه کړنه د سیاسي برابرښت لپاره ښه نه ده.

د عربي هېوادونو ټولنې ومنله، چې هر غړی هېواد په انفرادي ډول د سوریې مخالف ایتلاف پوځي ملاتړ کولای شي.

د دغې ټولنې د غونډې په پایله کې د سوریې مخالف ایتلاف د سوري ولس ریښتینی استازی وبلل شو.

د قطر په دوحه کې د تېرې سې شنبې ورځې دغه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته باید عرب مشران وروغوښتل شي.

دوی له سوري نظام سره د دیپلوماتیکو اړیکو د غوڅولو غوښتنه هم کړې ده.

د عربي ټولنې عمومي منشي نبیل العربي د قطر د بهرنیو چارو له وزیر حمد بن جاسم بن جبر آل ثاني سره یوې غونډې ته وویل، د عربي ټولنې موافقه پر دې شوه، چې د سوري ایتلاف پوځي ملاتړ وکړي او هغوی ته وسلې ورکړي، چې په وینا یې دا کار یې د "بشارالاسد د حکومت او ایتلاف ترمنځ د توازن او برابرښت رامنځ ته کولو په خاطر" کړی دی.

د سوریې پر نظام تور لګېدلی، چې له ځینو هېوادونو درنې وسلې ترلاسه کوي.

د سوري ایتلاف مشر معاذ الخطیب له عربي ټولنې وغوښتل، چې په ملګرو ملتونو کې دې دوی ته یوه څوکۍ ورکړل شي.

ورته مطالب