عربستان : په جاسوسۍ تورن له ایران سره تړاو لري

Image caption د سعودي د کورنیو چارو وزارت تورن کسان د ایران مستقیم جاسوسان بللي.

سعودي عربستان ویلي، یوه بهرني هېواد ته یې د جاسوسۍ په تور نیول شوي کسان "نېغ په نېغه د ایران جاسوسان دي".

د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویلي، په نیول شویو کسانو کې شپاړس سعودیان، یو ایرانی او یو لبنانی دی، چې په وینا یې "نېغ په نېغه یې د ایران د استخباراتو له سازمان سره اړیکه لرله".

رسمي خبري سرچینو د کورنیو چارو د وزارت ویاند له قوله ویلي، چې تورنو کسانو "د ایران له څارګرې ادارې سره د خپلې نېغې اړیکې په اړه اعتراف کړی دی".

وايي تورنو دا هم منلې ده، چې ګني د سعودي د مهمو ځایونو په اړه د معلوماتو ورکولو په مقابل کې د ایران د استخباراتو له ادارې پیسې ترلاسه کړې دي.

ویاند وايي، لومړنیو تحقیقاتو او ثبوتونو ښودلې، چې دغو کسانو په مستقیم ډول د ایران استخباراتو ته جاسوسي کوله، خو وايي چې پلټنې یې لا نه دي بشپړې شوې.

د کورنیو چارو وزارت نژدې یوه اوونۍ مخکې یوه ډله بهر ته د جاسوسۍ په تور ونیوله.

د سعودي د استخباراتو عمومي ریاست ویلي، په تورنو کسانو کې ځینې سعودي وګړي هم ښکېل دي، چې سعودي عربستان کې اوسېږي.

سرچینې ویلي، چې دغو کسانو یوه بهرني هېواد ته جاسوسي کوله.

خو وايي، په نیول شویو کې چې د یوه کس هویت په ډاګه شو چې ایرانی دی، دوی پوه شول، چې ټولو نیول شویو د ایراني استخباراتو په ګټه کار کاوه.

خو تهران دوې ورځې وړاندې له نیول شویو سره خپله اړیکه رد کړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند رامین مهمانپرست وویل "دغه معلومات هېڅ بنسټ نه لري، دا کار زموږ د بدنامۍ لپاره شوی".

ځینو فعالینو ویلي، چې د سعودي عربستان په القطیف کې ځینې شیعه مذهبي مشران، پوهان او ډاکټران هم نیول شوي.

د سعودي عربستان د تېلو دغه ختيځه بډایه سیمه تر ډېره د شیعه ګانو ګڼ مېشتې سیمه ده، چې د سعودي عربستان ټول ټال نژدې شل میلیونه وګړو کابو لس سلنه جوړوي.

سعودي مېشتې شیعه ډلې له سعودي چارواکو په پوځي او اداري چارو کې د شیعه ګانو د نه ګمارنې ګیله لري، او وايي، چې په جګپوړو څوکیو کې هېڅ حق نه دی ورکړل شوی.

خو سعودي عربستان بیا له دغو کسانو ایران ته د جاسوسۍ وېره لري او ښکاره فعالیت ته یې نه پرېږدي، همدا ده چې جګپوړې څوکۍ هم د ایران د نفوذ د مخنیوي په خاطر نه ورکوي.

بل خوا، ځینو حقوقي ټولنو ویلي، چې د سعودي امنیتي کسانو په قطیف کې له ۲۰۱۱ راهیسې نژدې شپږ سوه کسان نیولي، چې زیاتره یې بېرته خوشي شوي دي.

ورته مطالب