یاهو برتانوی زده کوونکی میلیونر کړ

 نېک دالویزیو
Image caption نېک دالویزیو وايي، هېڅکله یې په خوا او خاطر کې نه تېرېده، چې پروګرام به یې نړیوال شهرت پیدا کړي.

یاهو شرکت، د موبال لپاره د هغه برتانوي زلمي جوړ کړی پروګرام په لسګونه میلیونه پونډه اخلي، چې د ښوونځي د زده کړو پرمهال یې په ۱۵ کلنۍ کې جوړ کړی و.

یاهو شرکت دغه نوی موبایل پروګرام له ۱۷ کلن نېک دالویزیو څخه په نژدې ۳۰ میلیونه پاونډه رانیسي، چې په کې په خپلسرې توګه د ورځپاڼو مقالې او خبرونه راځي.

دغه زلمي خپل جوړ کړي پروګرام ته "ساملي" نوم ټاکلی دی.

که څه هم دغه پروګرام ډېر نه کارېږي، خو یاهو غواړي، چې په سمارټ تیلې فونونو کې یې وکاروي.

دالویزیو دغه پروګرام د لندن ښار د ننه پخپل کور کې د ۱۵ کلنۍ په عمر جوړ کړ، چې په ډېر لنډ وخت کې یې تر یوه میلیون ډېره ګټه ورته وکړه.

اټکل دی، چې دالویزیو به د نړۍ تر ټولو د ټيټ عمر په ډېرو پیسو لرونکو کسانو کې راشي، چې د خپل شخصي کاروبار له لارې یې دغه پیسې ګټلې دي.

دالویزیو د لندن ایوینینګ سټنډرډ ورځپاڼې ته ویلي: "زه له بوټانو سره مینه لرم، ځان ته به پرې نوي نایکي بوټ واخلم، یو نوی کمپیوټر به هم راونیسم، همداشان پاتې پیسې به سپما او په بانک کې وساتم".

دغه کوچنی پروګرامر زیاتوي: "د خپل ژوند ښه کولو لپاره اوس ډېرې پیسې نه لرم".

"ښکلې ډله"

د تېرې دوشنبې په ورځ پر انټرنېټ د ساملي د پروګرام په تړاو په تبصره کې دالویزیو ویلي: "کله مې چې په پنځلس کلنۍ کې د ساملي پروګرام جوړاوه، هېڅ خوا او خاطر ته مې نه لوېده، چې یوه ورځ به دومره ګټه راته وکړي او نړیوال شهرت به ومومي".

Image caption نېک دالویزیو ته د لندن یاهو شرکت شرکت دفتر کې دنده ورکول کېږي.

دالویزیو له هغه شرکت څخه هم مننه کړې ده چې ده ته یې ددغه پروګرام جوړولو لارښوونه کړې ده، همداشان له هڅوونکو هم منندوی دی، په تېره بیا هغه "ښکلې ډله" چې ددغه پروګرام په بشپړولو او بریا کې یې دده لاسنیوی کړی.

د یاهو شرکت د سمارټ فون د برخې مرستیال مشر اډم کاهان ویلي، شرکت "غواړي" چې دالویزیو او د هغه ملګري پخپله اداره کې وګماري.

دی زیاتوي: "د خپروونکو لپاره، د ساملي دغه نوی پروګرام خلک اخبار او مقالو ته لوستلو ته جذبوي، په تېره بیا د نوي نسل لپاره یوه ښه ډالۍ ده، چې غواړي په چټک ډول معلومات ترلاسه کړي".

ورته مطالب