امریکا وايي د ګوانتانامو د بندیانو اعتصاب څاري

Image caption ګوانتانامو زندان کې د نه خوړو اعتصاب کومه نوې خبره نه ده، خو دغه وروستی اعتصاب د مخکنیو هغو پرتله ډېر اوږد دی.

سپينه ماڼۍ وايي دوی د ګوانتانامو په زندان کې د هغو کسانو د نه خوړو اعتصاب له نژدې څاري چې شمېر يې مخ په ډېرېدو دی.

د پوځي چارواکو په خبره په دغه زندان کې د ټولو ۱۶۶ بنديانو له ډلې ۳۱ تنو يې اعتصاب کړی دی.

د دوی ځينو ته د پايپ له لارې مايع خواړه ورکول کېږي.

د بشري حقونو ډلې وايي دغه اعتصاب چې د فبرورۍ په لومړيو کې پيل شوی په زندان کې د دوی د برخليک د نه معلومېدو له امله رامنځته شوی.

خو ځينې راپورونه وايي زندانيانو په محبس کې د قرآن کريم نسخو ته د سپکاوي له امله د نه خوړو اعتصاب پيل کړی، چې د زندان چارواکي يې ردوي.

سور صلیب

د سره صلیب نړیوالې ټولنې ویلي، چې د کیوبا امریکايي ګوانتانامو زندان ته یې یو ډاکټر او یو استازی په بېړنۍ توګه استولي دي.

سرچینه وايي، چې دا کار یې وروسته تر هغه وکړ، چې هلته د بندیانو د نه خوړو اعتصاب ډېر شوی دی.

په پام کې وه، چې سور صلیب خپل دغه دوه کسان یوه اوونۍ وروسته واستوي.

د سره صلیب ټولنه وايي "دغه لیدنه په بېړني ډول وشوه، ځکه چې غوښتل مو، یوه اوونۍ وروسته ډاکټر او استازی واستوو، خو هلته د وضعیت په کړکېچن کېدو سره مو دا کار وکړ".

د امریکا ددفاع وزارت پنتاګان یوه ویاند ماج جیف بي بي سي ته ویلي چې "د ګوانتانامو زندان کې۳۱ بندیانو د نه خوړو اعتصاب کړی دی، چې ۱۱ کسانو ته یې د پایپ له لارې خواړه ورکول کېږي، او درې نور په روغتون کې دي ".

ښاغلي جیف دغه زندان ته د سره صلیب د وروستۍ بېړنۍ کتنې په اړه هېڅ تبصره ونه کړه، خو وویل چې "نړیوال سور صلیب هرکال دغه زندان ته شپږ ځلې ورځي".

غوسه

ویل کېږي، په ګوانتانامو زندان کې بندیانو ځکه د نه خوړو اعتصاب کړی، چې په وینا یې امریکايي اداره یې وضعیت ته هېڅ پام نه کوي، او د ګڼو محاکمه او برخلیک لا نه دی مالوم شوی.

د سره صلیب یوه ویاند سیمون شکورنو ویلي "په ګوانتانامو زندان کې د کړکېچن وضعیت او د نه خوړو د اعتصاب له کبله مو پرېکړه وکړه چې له ټاکل شوې مودې یوه اوونۍ مخکې دغه زندان ته ورشو".

دی زیاتوي "ګوانتانامو زندان کې کړکېچن وضعیت له دې کبله راغلی، چې بندیان د خپل راتلونکي برخلیک په اړه هېڅ مالومات نه لري، همدا ده چې دوی د نه خوړو اعتصاب کړی دی".

وړاندې د ګوانتانامو زندان یوه چارواکي ویلي وو، چې د ۱‍۶۶ بندیانو له ډلې ۳۱ د نه خوړو اعتصاب کړی، چې د ۱۱ یې وزن ډېر کم شوی او سخت کمزوري شوي دي.

ګوانتانامو زندان کې د نه خوړو اعتصاب کومه نوې خبره نه ده، خو دغه وروستی اعتصاب د مخکنیو هغو پرتله ډېر اوږد دی.

ګوانتانامو زندان په ۲۰۰۲ کال وروسته تر هغو جوړ شو، چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر پر ۱۱ پر امریکا مرګوني بریدونه وشول.

په دغه زندان کې تر ډېره هغه کسان ساتل کېږي او ساتل شوي، چې افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ په تور نیول شوي، خو ځینې یې خوشي شوي او د ګڼو یې برخلیک لا نه دی مالوم.

ورته مطالب