شمالي کوریا: د حساب کتاب کولو وخت راورسېد

Image caption د امریکا دوو الوتکو چې په راډار نه لیدل کېږي، د پنجشنبې په ورځ د کوریا پر ټاپو وزمه الوتنې وکړې.

شمالي کوریایي چارواکي وايي پر کوریا ټاپو وزمه یې د امریکايي ( سټیلت ) الوتکو له الوتنو وروسته خپلو توغندويي کنډکونو ته پر امریکايي هدفونو د برید لپاره د تیار سئ امر کړی.

د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس کي سي این اې په رپوټ کې ویل شوي، چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ ان د پنجشنبې په ورځ د خپل هېواد له پوځي مشر سره له لیدنې وروسته دغه امر لاسلیک کړ.

د دغه امر له مخې د شمالي کوریا ټولو توغندويې او راکټي کنډکونو ته امر شوی، چې له پنجشنبې وروسته هر مهال د (فعالیت) لپاره چمتو اوسي.

د کي سي این اې په رپوټ کې ویل شوي "د بي ۲ جنګي الوتکو الوتنې یو خبرداری دی او د حساب کتاب کولو وخت رارسېدلی."

کم جونګ ان ویلي:

"که هغوی د پارونې هڅه کړې، نو د کوریا د خلکو پوځ ته په کار ده، چې پر امریکايي خاوره، د هغوی پر پیاوړو اډو، په بحرالکاحل او جنوبي کوریا کې د هغوی پر پوځي مرکزونو بې زړه سوي بریدونه وکړي."

د امریکا دوو الوتکو چې په راډار نه لیدل کېږي، د جنوبي کوریا او متحده ایالاتو د ګډو پوځي تمریناتو په لړ کې د پنجشنبې په ورځ د کوریا پر ټاپو وزمه الوتنې وکړې.

د امریکا متحده ایالاتو دا هم ویلي، چې په سیمه کې د هر ډول (پېښې) رامنځ ته کېدو لپاره چمتو دي. د امریکا له لوري په یوه بیانیه کې ویل شوي، چې بي ۲ الوتکې د امریکا له لوري خپلو متحدینو ته د خوندیتوب ورکولو او په چټکتیا سره د لرې واټن هدفونو په نښه کولو د وړتیا لرلو نښه ده.

د پنجشنبې په ورځ له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل وویل:

"شمالي کوریا باید ځان پوه کړي، هغه څه چې دوی یې کوي ډېر خطرناک کار دی. موږ غواړه څرګنده کړو، چې د شمالي کوریا پاروونکې کړنې موږ په جدي توګه څارو او ځواب به یې ورکړو."

جنوبي کوریا او متحده ایالتونو په دا وروستیو کې هوکړه کړې، چې که شمالي کوریا د خپل ګاونډي جنوبي کوریا پر ضد پاروونکی فعالیت وکړي، دواړه هېوادونه به مشترک ځواب ورکړي.

شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره د پوځي اړیکو د پرې کولو په لړ کې یو بل ګام پورته کړ او د چهار شنبې په ورځ یې د پوځي اړیکو وسیله ( هاټ لاین) هم پرې کړه، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د پوځي اړیکو وروستۍ اسانتیا وه.

په کوریا ټاپو وزمه کې د تاوتریخوالي اوسنۍ لړۍ فبرورۍ کې د شمالي کوریا له دریمې اتومي ازموینې وروسته پیل شوه او په دې لړ کې پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو له نورو بندیزونو وروسته د شمالي کوریا له لوري ګواښونه زیات شول.

شمالي کوریا له هغه راهیسې جنوبي کوریا او متحده ایالاتو ته یو شمېر ګواښونه کړي، چې پر امریکايي خاوره د اتومي برید ګواښ هم په کې شامل دی.

ویل کېږي، چې شمالي کوریا پر امریکايي خاوره د اتومي او بالسټک توغندیو د برید وړتیا نه لري، خو دغه هېواد کولای شي، د خپلو منځني واټن ویشتونکو توغندیو پر مټ په اسیا کې یو شمېر امریکايي پوځي اډې په نښه کړي.

ورته مطالب