اې سي ډي غونډې د پراختیا صندوق جوړولو پرېکړه وکړه

Image caption د "اسيا همکارۍ خبرې" ټولنه په ۲۰۰۲ کال کې د ټايلنډ په چا ام کې پرانيستل شوه.

د "اسيا همکارۍ خبرې" ټولنې دوې ورځنۍ غونډه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې کې پای ته ورسېده.

په دې غونډه کې چې د پنجشنبې پر ورځ پيل شوې وه، د دغې ټولنې د د ۳۲ هېوادونو استازيو ګډون درلود.

د دوشنبې دې غونډې ته د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول هم ورغلی و.

د "اسيا همکارۍ خبرې" ټولنه چې پر جوړېدو يې اوس څه د پاسه يوه لسيزه تېرېږي، د دوشنبې ناسته يې د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ۱۱ مه کلنۍ غونډه وه.

د جمعې ورځې ناستې ته تاجک ولسمشر امام علي رحمان په وينا کې وويل غونډه بايد يوه داسې سټراټيژي چمتو کړي چې له مخې يې غړي هېوادونه د خوړو خونديتوب، انرژۍ سرچينو، چاپېريال او بنسټيزې ودانۍ پر چارو سره بحث او خبرې وکړي.

د تاجکستان بهرنيو چارو وزير همراه خان ظريفي وويل د هېواد تګلاره يې د ورېښمو دوديزې لارې راژوندي کول دي:

"بنسټيزه خبره د اسيا ټولو هېوادونو دريځونو همغږي ده، په تېره بيا په اقتصادي برخه کې، چې د لارو او تماسونو ټينګښت دی، دا تر ډېره د وسپنې پټلۍ او د بسونو تګ راتګ لارې دي، او تر ټولو مهمه تګلاره چې موږ يې لرو ورېښمو لارې ژوندي کول دي، چې په نوې بڼه او وضعه او هغو امکاناتو له مخې چې نن ورځ په لاس کې دي"

د "اسيا همکارۍ خبرې" ټولنه په ۲۰۰۲ کال کې د ټايلنډ په چا ام کې پرانيستل شوه، چې د ۱۸ اسيايي هېوادونو بهرنيو چارو وزيران په کې د لومړي ځل لپاره راغونډ شوي وو.

له هماغه پيل راهيسې د دغې ټولنې غړيو هېوادونو بهرنيو چارو وزيران په کلني ډول سره غونډېږي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير علی اکبر صالحي وايي د "اسيا همکارۍ خبرې" ټولنه اوس د خپل جوړښت پر پياوړتيا سره همغږې ده:

"دغه غونډه لس کاله مخکې پيل شوې، تر ننه پورې يې يو ډېر منظم جوړښت نه درلود، خو په کويټ کې له سرمشريې راهيسې او په تېره بيا دې غونډه کې چې تاجکستان وه، پر دې ټينګار و چې دا ټولنه بايد له دې وروسته په داسې غونډه بدله شي چې ځواکمن جوړښت ولري."

د "اسيا همکارۍ خبرې" ټولنه يا (ACD) اوس مهال ۳۲ غړي هېوادونه لري، چې افغانستان په کې د ۲۰۱۲ کال سپتمبر کې د ملګريو ملتونو عمومي اسمامبلۍ په څنډو کې د دغې ټولنې بهرنيو چارو وزيرانو غونډې کې په ګډون غړيتوب ترلاسه کړ.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول چې د دوشنبې غونډه کې يې د خپل هېواد استازيتوب کاوه، باور لري چې هېواد يې د خپل موقعيت له مخې د سيمې بېلابېلو برخو ترمنځ تړاو جوړولی شي:

"افغانستان د خپل جغرافيايي موقعيت له مخې په اسيا کې يو ډېر مهم ځای دی. افغانستان يو داسې هېواد دی چې مرکزي اسيا له جنوبي اسيا او هم مرکزي اسيا له منځني ختيځ سره تړلی شي. له همدې مخې د انرژۍ امکانات چې په منځنۍ اسيا کې شته، او هم په جنوبي اسيا کې چې د انرژۍ کمښت دی، افغانستان يې په منځ کې دی. دغه تړاو هم د اسيا او هم د سيمې ټولو هېوادونو ته ګټه لري، او افغانستان هم ترې خپله ګټه اخلي. په همدې وخت کې په افغانستان کې سوله او کراري د سيمې له سولې او کرارۍ سره مخامخ تړاو لري.دا ښيي چې ارام او پرمختللی افغانستان د ټولې سيمې په خير دی، او سيمه ييزه همکاري زموږ لپاره ډېره مهمه ده."

د ايران د بهرنيو چارو وزير علي اکبر صالحی بيا وويل د پراختيايي چارو صندوق جوړولو پرېکړه د دوشنبې غونډې له لاسته راوړنو وه:

"له نېکمرغه پرېکړه شوې چې د پراختيا يو صندوق جوړ شي، چې نژدې دوه مليارډ ډالره پيسې به په کې غونډېږي، کويټ يې د ۳۰۰ مليون ډالرو ټټر وهلی، چې که خدای کول راتلونکي کې به نورې ژمنې هم کېږي، چې له مخې يې په اسيا کې د کمې پرمختيا هېوادونه وکولی شي له دغه صندقه د خپلو اړتياوو لپاره ګټه واخلي."

د "اسيا همکارۍ خبرې" ټولنې له غونډو سره ځينې کارپوهان خپلې هيلې تړي، خو يو شمېر نور بيا باور ښيي چې د دغو هېوادونو کورنۍ او هم خپلمنځۍ ستونزې د دوی ترمنځ د اقتصادي، سوداګريزو او نورو بېلابېلو همکاريو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

ورته مطالب