"له جنوبي کوریا سره د جګړې په حالت کې یو"

Image caption شمالي کوريا اعلان کړى، چې د دوی په خبره اوس له جنوبي کوريا سره د جګړې په يوه حالت کې دي.

شمالي کوريا ويلي له جنوبي کوريا سره د جګړې حالت ته ننوتلې ده. دا د خپل جنوبي ګاونډي او امريکا پر وړاندې د پيونګ يانګ د لفظي جګړې او ګوتڅنډنې يو بل تازه ګرمښت او زياتوالی دی.

په يوه رسمي اعلاميه کې دغه هېواد ويلي د دواړو کورياوو ټولو خپلمنځيو مسئلو سره به د جګړې وخت پروټوکول له مخې چلن کېږي.

شمالي کوريا او امريکا له هغه راهيسې يو بل ته د تور ګوته نيسي چې امريکا تېره اوونۍ جنوبي کوريا د پاسه د تمرينونو پر مهال د اتومي بمونو وړونکې الوتکې واستولې.

د تېرې فبرورۍ پر ۱۲ مه چې د درېيمې اتومي ازموينې پر سر پر شمال کوريا د نړيوالو بنديزونو کړۍ لا نوره تنګه شوه، له هماغه راهيسې پيونګ يانګ په ورځني ډول د بريدونو ګوتڅنډنه کړې ده.

بيا د امريکا او جنوبي کوريا ګډو کلنيو پوځي تمريونونو، چې تېره اوونۍ په جنوبي کوريا کې ترسره شول، د پيونګ يان غصه لا نوره وپاروله.

شمالي کوريا د خپل زور ښکارونې فعاليتونه ترسره کول او د بېلا بېلو کچو لهجو يې ګوتڅنډنه کړې، خو د شنبې ورځې رسمي اعلاميه چې پر ټلوېزيون خپره شوه، له سيول سره يې خپل اړيکي جګړې حالت کې وبللې:

"له دې وروسته، د شمال-جنوب اړيکي به د جګړې حالت ته ننوځي، او ټولې مسئلې چې د شمال او جنوب ترمنځ را پورته کېږي، له همدې حالت سره به ورسره چلن کېږي. په کوريا ټاپوزمه کې د نه سوله - نه جګړې حال پای ته رسېدلی دی."

د شمالي کوريا امريکا او خپل جنوبي ګاونډي دواړو ته بېلا بېل ګواښنه کړي، چې امريکا ته د مخکې له مخکې اتومي بريد ګوتڅنډنه او هم د کوريا جګړې اوربند پای ته رسول هم شامل وو.

د جنوبي کوريا د دفاع وزارت يوه وياند (کيم مين سيوک) وويل د دوی او امريکا پوځي تمرينونو د شمال پارونو پر وړاندې دفاعي بڼه درلوده:

"د جنوبي کوريا پر وړاندې د شمالي کوريا پرله پسې ګواښونه، چې وايي (د جګړې حالت ته ننوتلي) هېڅکله د منلو نه دي، ځکه چې په کوريا ټاپوزمه کې سولې او ارامۍ ته زيان رسوي. زموږ تازه پوځي تمرينونه او په ټاپوزمه کې د امريکا بم غورځونوکو الوتکو ځای پر ځای کول، د شمالي کوريا د ممکنه پاروونو پر وړاندې د خپل ډول دفاعي عمل و."

د پنجشنبې پر ورځ د شمالي کوريا دولتي رسنيو د خپل مشر کيم جونګ ان له خولې ويلي وو، ګنې د دې وخت رسېدلی چې په وينا يې له امريکايي امپريالستانو سره حساب کتاب وشي.

د ده په اړه ويل شوي وو، چې د جنوبي کوريا د پاسه يې د امريکا (B-2) بم غورځوونکو الوتنې غندنه کړې وه.

دواړه کورياوې له هغه راهيسې چې ۶۰ کاله مخکې يې پر ټاپوزمه جګړه نښتې وه، لا هم په تخنيکي ډول د جګړې حالت کې وو.

د شمالي کوريا ۶ زره کيلومتره ويشتونکي توغندي د دغه هېواد ختيځ کې د امريکا له الاسکا نيولې بيا يې په لوېديځ کې تر افغانستان پورې سيمې په نښه کولی شي.

په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ وياند (جوش ارنسټ) ويلي د پيونګ يانګ تازه څرګندونې يوازې د شمالي کوريا ګوښی والی نور هم ژوروي. چين چې د شمالي کوريا تر ټولو ستر سوداګريز شريک دی له ټولو خواوو پر خپله غوښتنه ټينګار کړی چې تاوتريخوالی راکم کړي. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت هم له ټولو خواوو د مسئولانه عمل هيله کړې ده.

په سيول کې د بي بي سي خبرياله لوسي وېليمسن وايي ډېری څېړونکي باور لري پيونګ يانګ داسې برېښي چې له جنوبي کوريا يا امريکا سره يوې بشپړې جګړې ته مخه کړي، خو د پارونې نورو ډولونو اټکل ډېر دی.

بل دا چې د شمال د هر عمل پر وړاندې د جنوبي کوريا د ځواکمن ځواب ګوتڅنډنې په اړه بيا ډېر دا وېره لري چې که يوه وړه پېښه، که ان په ناقصدي ډول هم وي، کېدی شي حالت ژر ترينګلی کړي.

ورته مطالب