د ليبيا د لومړي وزير سلاکار يرغمل شوى دی

Image caption لیبیا کې مليشه ډلې له هغې جگړې وروسته جوړې شوي چې په پايله کې يې د ډگروال قذافي واکمني ونړېده

دغه ليبيايي چارواکى تيره يکشنبه (د مارچ ۳۱مه) شپې مهال ناوخته د پلازمېنې ترابلس له څنډو وتښتول شو.

په داسې حال کې چې د ليبيا مرکزي حکومت پر بې شمارو مليشه ډلو د خپلې واکمنۍ د ټينگولو هڅه کوي، د دغه هېواد په پلازمېنه کې د برمته نيونې پېښې او امنيتي گواښونه رامنځ ته شوي.

دغه مليشه ډلې له هغې جگړې وروسته جوړې شوي چې په پايله کې يې د ډگروال قذافي واکمني ونړېده.

باور دى چې محمد علي القطوس له پلازمېنې ترابلس نه شا و خوا ٢٥ کيلومتره لرې د غوط الرمان له ولسوالۍ نه تښتول شوى.

نوموړى له خپل ټاټوبي مصراته چې د ليبيا لوېديځ لوري ته دريم لوى ښار دى پلازمېنې ترابلس ته په لار و.

د لومړي وزير دفتر د سرچينو په وينا د ښاغلي القطوس گاډى تېره يکشنبه، شپې مهال ناوخته د سړک پر غاړې پرېښوول شوى و او اوس چارواکي د نوموړي په لټه کې دي.

د ليبيا لومړي وزير د تېرې يکشنبې پر ماسپښين، د کابينې په يوه عادي خبري غونډه کې ويلي و چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې چې کابينې يې په کار پيل کړى تر زياتېدونکي فشار لاندې کار کوي او دغه حالت يې غندلى و.

لومړي وزير زياته کړې وه چې په ډېرو سختو شرايطو کې دنده تر سره کوي او اوس خبره دې ته رسېدلې چې دوى ته مرگوني گواښونه کېږي.

د تېرې مياشتې په اوږدو کې، له هغه مهاله چي حکومت د مليشو د بې وسلې کولو او ړنگولو په موخه د تدبيرونو پلي کول پيل کړي د کابينې په وړاندې د گواښونو په کچه کې ډېر زياتوالى راغلى.

تېره اوونۍ د لومړي وزير د دفتر ودانۍ لنډې مودې لپاره د وسله والو ډلو له خوا کلابنده شوې وه چې د هغه د استعفا غوښتنه يې کوله.

بل لوري ته څو ورځې وړاندې، سخت په وسلو سمبالو کسانو د عدليې وزارت څو ساعتونو لپاره کلابند کړى و.

باور دى چې دغه بريد له دې امله وشو چې د عدليې وزير پر تلويزيون په خپله وينا کې د هغو سيمو نومونه په ډاگه کړل چې په کې د مليشو ناقانونه زندانونه او توقيف ځايونه دي.

ليبيايان په پراخه کچه په دې اند دي چې اوس د دوى حکومت په جدي توگه له هغو مليشو سره د واک پر سر په جگړه بوخت دى چې غواړي د ليبيا پر سړکونو خپل اغېز يا نفوذ ټينگ وساتي.

ورته مطالب