شمالی کوریا تړل شوی اټومي کارځای بېرته فعالوي

Image caption شمالي کوریا د سږ کال په اوږدو کې دریمه اټومي ازموینه وکړه.

شمالي کوریايي چارواکي وايي په یونګ هیون کې به هغه اټومي کار ځای بېرته فعال کړي، چې په ۲۰۰۷ کې یې د مرستو په بدل کې د اتومي وسلو د خپراووي د مخنیوي پروګرام په لړ کې تړلی و.

د شمالي کوریا په یوه دولتي خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دغه ګام به د شمالي کوریا د اټومي پروګرام د کیفیت او کمیت په برخه کې د زیاتوالي سبب شي.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، که دغه خبر رښتیا وي، د شمالي کوریا لپاره به د پښېمانۍ سبب شي.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس کې سي این اې په رپوټ کې د غه هېواد د اتومي انرژۍ ادارې د ویندوی له قوله ویل شوي، چې د شته اتومي تجهیزاتو په کاروونه کې د بدلون راوستو پرېکړه شوې، چې په یونګ هونګ کې د یورانیم بډاینې کارځای او د پنځه میګاواټ ګریفایټ ریکټر په شمول د اتومي کارځایونو بیا فعالول په کې شامل دي.

خبر پاڼه کې ویل شوي، چې له ځنډ پرته به دغه پرېکړه عملي شي. شمالي کوریا د سږ کال په اوږدو کې دریمه اټومي ازموینه وکړه، چې له هفه وروسته پرې لګېدلي نړیوال بندیزونه سخت شول.

په دا وروستیو کې شمالي کوریا پر متحدو ایالاتو او جنوبي کوریا د بریدونو ګواښ وکړ، چې متحدو ایالاتو یې سیمه کې د جنګي الوتکو په الوتنو سره ځواب ورکړ.

تېر مارچ کې امریکا جنوبي کوریا کې بي ۲ او بي ۵۲ ډوله الوتکې ځای پر ځای کړې، چې د اتومي وسلو لېږدولو وړتیا لري.

له دې وروسته امریکايي چارواکو وویل، چې ثابته شوه، د امریکا متحد ایالات کولای شي د خپلو متحدینو د خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي.

ورته مطالب