د هوايي سفر کرایه د سپرلۍ د وزن پر بنسټ

Image caption د سموئیا ایئر لاین مشر وايي فکر کوي، د شرکت پرېکړې یې په خلکو کې د وزن کمولو شعور ویښ کړی.

د سموئیا ایرلاین هوايي شرکت مشر د هغې پرېکړې دفاع کوي، چې له سپرلیو څخه د هغوی د وزن پر بنسټ کرایه واخیستل شي.

د سموئیا ایرلاین مشر کریس لینګټن اسټرالیايي راډیو سره په مرکه کې ویلي، چې د هوايي سفر پر مهال د وزن پر بنسټ له سپرلیو څخه د کرایې اخیستو پرېکړه مناسبه او عادلانه ده.

د نوموړي په وینا دی فکر کوي، چې په راتلونکي کې به ټول مشهور هوايي شرکتونه په همدې بنسټ د خپلو سپرلیو لپاره کرایه ټاکي.

د کرس لینګټن په وینا هوايي شرکتونه او په ځانګړې توګه کوچني هوايي شرکتونه د څوکیو پر ځای د وزن پر بنسټ کاروبار کوي او دوی د سپرلیو او د هغو اړوند توکیو په وزن کې توپیر نه کوي.

د نوموړي په خبره د وزن پر بنسټ د کرایې اخیستو پرېکړه د سپرلیو د خوښي سبب کېږي او د کوچنیو ماشومانو درلودونکې کورنۍ د دې پرېکړې له امله سپما کوي.

ایئر سموئیا د یوه کیلو ګرام وزن لپاره یو ډالر کرایه ټاکلې او له همدې امله د ۶۰ کیلو وزن لرونکي انسان کرایه هم ۶۰ ډالره کېږي. خو د اوږده سفر پر مهال د کرایې حد هم زیات ټاکل کېږي.

د سموئیا ایئر لاین مشر وايي فکر کوي، د شرکت پرېکړې یې په خلکو کې د وزن کمولو شعور ویښ کړی او ډېر خلک د خپل وزن کمولو په اړه غور کوي، چې دا د مثبت فکري بدلون ښکارندويي کوي. د ارام سمندرګي سموئیا اکثر اوسېدونکي د وزن زیاتوالي ښکار دي.

۔

ورته مطالب