هند کې ودانۍ ونړېده، ۳۵ کسان وژل شوي

Image caption هند کې د غیر معیاري ودانیزو موادو کارولو له امله اکثر د ودانیو ورانېدو پېښې کېږي.

د هند په سوداګریز مرکز، ممبۍ ښار کې ځايي پولیس وايي د یوې ودانۍ د نړېدو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۵ ته ورسېد.

د پولیسو په وینا داسې وېره ده، چې اوس هم د نړېدلې ودانۍ تر خاورو خځلو لاندې نامعلوم شمېر کسان شته. د دوی به وینا د ژغورنې فعالیتونه پیل شوي دي.

د پولیسو په وینا اووه پوړیزه ودانۍ په غیر قانوني توګه پر حکومتي ځمکه رغوول کېده او څلور پوړه یې ودان شوي وو، چې په کې یو شمېر خلک استوګن وو.

یوه ځايي پولیس چارواکي د فرانسې خبري اژانس اې ایف پي ته ویلي، چې د پنجشنبې په ماښام د ودانۍ یوه برخه ونړېده، چې وروسته ناڅاپه د ودانۍ ټوله اډانه ونړېده.

د نوموړي په وینا ډېر وژل شوي کسان مزدوران دي، چې په همدې ودانۍ کې اوسېدل. پېښه کې ۱۱ ماشومان هم وژل شوي او ۲۰ کسان بې درکه دي.

د ځايي پولیسو د قومندان دوګمبر جنګال په وینا په دې پېښه کې ټولټال ۵۴ کسان ټپیان شوي دي.

یوه عیني شاهد رام لال وویل:

" ودانۍ یوه لور ته کږه شوه او وروسته ونړېده، ټوله ودانۍ په څو ثانیو کې دړې وړې شوه."

هند کې د غیر معیاري ودانیزو موادو او کاري طرز کارولو له امله اکثر د ودانیو ورانېدو پېښې کېږي.

ورته مطالب