اسراییلو پر غزه تړانګه هوايي برید کړی

Image caption برید د غزې په بیت الیه سیمه شوی دی.

اسراییلي چارواکو پر فلسطیني توند لارو تور پورې کړی، چې د دغه هېواد پر سویلي برخه یې نور راکټي بریدونه کړي. په ادعا شویو بریدونو کې د سر زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د اسراییلو د دفاع وزیر موشې یالون ويلي دوی به پرې نه ږدي، چې دغه ډول بریدونه یو معمول شي. د هغه راکټي برید په ځواب کې، چې د سې شنبې په ورځ له فلسطیني سیمې پر اسراییلو وشو، اسراییلو پر غزې تړانګې هوايي برید وکړ.

د اسراییلو پوځ د یاد هوايي برید په تایید سره وویل، چې په برید کې د ترهګرۍ مرکزونه په نښه شوي دي او دا د راکټي بریدونو ځواب و.

د اسرایيلي ورځپاڼې هارټز په رپوټ کې ویل شوي، چې هوايي برید د غزې په بیت الیه سیمه شوی دی. د فلسطینیانو په راکټي برید کې او دغه راز د اسراییلو په هوايي برید کې د سر زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

دغه برید د تېر کال نومبر له هغو ۸ ورځنیو بریدونو وروسته لومړی برید و، چې اسراییلو د حماس پر ضد تر سره کړ.

له هغه اور بند راهیسې اسراییلو غزه کې د اسراییلو د مېنو ابادولو په لړ کې بندیزونه پای ته رسولي. ۲۰۰۷ کې هغه مهال دغه بندیزونه ولګول شول، چې حماس واک تر لاسه کړ.

ورته مطالب