امريکا ته د شمالي کوريا د اټومي بريد خبرداری

Image caption امريکا سيمې ته دوه جنګي بېړۍ استولي دي

شمالي کوريا وايي خپل وسله وال ځواک ته يې د اټومي وسلو د احتمالي کارونې په گډون پر امريکا د بريدونو وروستى تاييد ورکړی دی.

په پيونگ يانگ کې د پوځ ستر درستيز وويل، د هغه په وينا د واشنگټن د بېباکه اټومي گواښ په ځواب کې ويجاړوونکي اقدام ته چمتو دى.

د امريکا دفاع وزارت وايي وروستۍ څرگندونې به شمالي کوريا يوازې نوره هم گوښې کړي.

سپينې ماڼۍ ويلي چې د شمالي کوريا دا ډول ګواښونه د حالاتو په ښه کولو کې هېڅ ډول مرسته نه شي کولی.

شمالي کوريا له تېرو څو اوونيو راپدېخوا جنوبي کوريا او د امريکا متحد ایالتونو ته چې د جنوبي کوريا ملګرتيا کوي د بريدونو ګواښونه کوي.

امريکا تر دې وړاندې د شمالي کوريا د ګواښونو د مخنيوي په موخه په جنوبي کوريا کې د توغنديو د دفاعي سيستم ځای پر ځای کول تاييد کړي.

له دې پرته د امريکا دوه سمندري جنګي بېړۍ هم سيمې ته رسېدلي دي.

د پنټاګون له لوري په خپره شوې يوه وينا کې ويل شوي چې د دفاعي سيستم تر ټولو نوی هغه (تهاډ) به په راتلونکو اوونيو کې د ګوام په ټاپو کې نصب کړي.

په دغه وينا کې ويل شوي چې امريکا د خپل ځان او د خپلو ملګرو د دفاع لپاره په بشپړ ډول چمتو ده.

امريکا دغه ګام له هغه وروسته اخلي چې شمالي کوريا په بحر الکاهل کې د دغه ټاپو او د هاوای ايالت په نښه کولو خبرداری ورکړ.

د امريکا دفاع وزير چک هيگل وويل د شمالي کوريا وروستيو اقداماتو د امريکا او د هغې د ملگرو- جنوبي کوريا او جاپان گټې له خطر سره مخامخ کړي دي.

شمالي کوريا په وروستېو کې له اتومي ازموينو وروسته د نړېوالې ټولنې له لوري د بنديزونو له امله ناراضه شوې ده.

ورته مطالب