مډونا او انجیلینا جولي د افغان نجونو تعلیم سره مرسته کوي

Image caption مډونا وايي داسې نړۍ نه شم منلی چې په کې مېرمنې او نجونو ټپي کېږي یا وژل کېږي

د موسیقۍ مشهوره ستورې مډونا اعلان کړی دی چې د انځورونو له خپل شخصي کلیکسیون څخه یو پلوري چې په افغانستان او پاکستان کې د نجونو له تعلیم سره پرې مالي مرسته وکړي.

دغه انځور چې د درې مېرمنې او سور میز نومېږي يوه مشهور فرانسوي انځورګر کښلی او اټکل دی چې په نیلام کې به له پنځو تر اوو میلیونو ډالرو پورې وپلورل شي.

دا انځور د می په اوومه نېټه په نیویارک کې نیلامېدونکی دی.

دغه انځور له مډونا سره له ۱۹۹۰ کال څخه راهیسته شته او پر دې خورا ګران دی.

دا انځور به هانګ کانګ او لندن ته د نندارې لپاره وړل کېږي او وروسته به په نیویارک کې نیلامېږي.

مډونا چې د خپل هنري استعداد له امله خورا شتمنه ده وايي غواړي له هغو هېوادونو سره مرسته وکړي چې د نجونو تعلیم په کې یا نه شته او یا هم خورا لږ دي.

مډونا وايي "داسې نړۍ نه شم منلی چې په کې مېرمنې او نجونو ټپي کېږي یا وژل کېږي ځکه جې یا ښوونځي ته ځي او یا هم نجونو ته په ښوونځي کې ښوونه کوي"

مډونا چې په سوات کې د ملالې یوسفزۍ پر ټپي کيدا هغې ته یوه سندره اهدا کړې وه وویل "زه غواړم یو با ارزښته توکی د یوه خورا با ارزښته کار – يعنې د نجونو تعلیم – ته وپلورم"

په یوه بله پرمختیا کې د هالیووډ وتلې فلمي ستورې انجیلینا جولي وايي دا په افغانستان کې د نجونو د یوه ښوونځي پرانیستولو لپاره پیسې بېلوي.

اغلې جولي د خپلې مرستندويې ټولنې٬ په جګړه ځپلو سیمو کې د ماشومانو د تعلیم لپاره ملګرتیا٬ له لارې په کابل کې ښوونځی پرانیستی چې یوازې د نجونو لپاره دی.

په دې ښوونځي کې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې نجونې په زده کړه بوختې دي او د اغلې جولي د مرستندويې ټولنې په وینا خورا اغیزمن دی.

د طالبانو د حکومت له نسکوریدا وروسته په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځيو ورونه پرانیستل شوي دي خو لا هم د هلکانو په پرتله لږې نجونې ښوونځیو ته ځي.

د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د نجونو د تعلیم په وړاندې خنډونه او خطرونه د ډېرو په ګومان لا هم پر ځای پاتې دي.

ورته مطالب