م م: شمالي کوریا دې له اتومي ګواښونو لاس په سر شي

Image caption داسې ویل کېږي چې په دې ګواښونو سره کیم جیون یونیک غواړي په کور دننه خپلې سیاسي او پوځي واګې پیاوړې کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون پر شمالي کوریا غږ کړی، چې له اټومي ګواښونو لاس په سر شي او ویلي یې دي، چې د ده په فکر دغه هېواد په دې کار کې ډېر وړاندې تلی دی.

ښاغلي بان وویل، دی اندېښمن دی چې هر ناسم اقدام ډېرې جدي پایلې لرلای شي. ده د کوریا په ټاپو وزمه کې په ټولو خواوو غږ وکړ، چې د وضعې د ارامولو لپاره په ګډه کار وکړي.

تر دې وړاندې شمالي کوریا ویلي وو، چې خپل وسله وال ځواک ته یې پر امریکا د اټومي وسلو د احتمالي کارونې په ګډون د بریدونو وروستۍ تاییدي ورکړې ده.

د سوېلي کوریا د دفاع وزارت ویاند کیم مین سیوک ویېلي، شمالي کوریا له هماغه مهاله یو توغندی د دغه هېواد ختیځ ساحل ته یو نږدې واټن ته لېږدولی دی.

" موږ په دقیق ډول نه پوهېږو، چې شمالي کوریا کوم ډول توغندی ختیځ ساحل ته لېږدولی دی، خو لکه څنګه چې تاسې یادونه وکړه، که دا موسودام توغندی وي، کولای شي چې ګوام په نښه کړي. دا توغندی له دریو زرو تر څلورو زرو کلومترو واټن پورې هدف په نښه کولای شي. په ګوام کې د امریکا پیاوړي ځواکونه مېشت دي او د کوریا د ټاپو وزمې لپاره یوه ټاکلې اندازه ځواکونه ځانګړي شوي. نو زه فکر کوم دغه ټکي هلته شونی خطر کمولای شي."

تر دې وړاندې شمالي کوريا ویلي و وسله وال ځواک ته يې د اټومي وسلو د احتمالي کارونې په گډون پر امريکا د بريدونو وروستى تاييد ورکړی خو ویل کېږي چې دوی داسې توغندي نه لري چې اتومي وسلې یوسي.

په پيونگ يانگ کې د پوځ ستر درستيز وويل د واشنگټن د بېباکه اټومي گواښ په ځواب کې ويجاړوونکي اقدام ته چمتو دى.

د بهرنیو چارو وزیر کیم کوان جین دومره اندیښنه ونه ښودله چې ګواکې دغه توغندی به د امریکا متحده ایالاتونه په ښه کړي خو وايي چې تر اوسه د دغه توغندی د ځای پر ځای کولو اصلي هدف نه دی معلوم.

وړاندې جاپان او جنوبي کوریا داسې انګېرلې وه چې شمالي کوریا په خپلو توغندیو د امریکا لوېدیځ ساحل ویشتلی شي.

باور کېږي چې شمالي کوریا داسې توغندې لري چې تر ۶۰۰۰ کیلو متره پورې هدف ویشتلی شي.

د امریکا دفاع وزارت وايي د توغندیو ضد سیستم یا توغنديز چتر به په څو اوونیو کې چمتو شي او په سیمه کې به په امریکایي بېړیو کې ځای پر ځای شي.

د امریکا دفاع وزیر چیک هیکل وایي د شمالي کوریا ګواښونه عادی نه بولي.

ځینې څېړونکي وايي شمالي کوریا دومره پرمختللې ټیکنالوژي نه لري چې په امریکا کې دننه هدف په نښه کړي خو په سیمه کې امریکايي اډې د منځني واټن په توغندو ویشتلی شي.

Image caption پيونگ يانگ کې د پوځ ستر درستيز وويل د واشنگټن د بېباکه اټومي گواښ په ځواب کې ويجاړوونکي اقدام ته چمتو دى

په یوه تازه پرمختګ کې روسیې ویلي دي چې د شمالي کوریا لخوا د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پریکړې سرغړونه د منلو وړ نه ده.

شمالي کوريا له تېرو څو اوونيو راپدېخوا جنوبي کوريا او د امريکا متحدو ایالتونو ته چې د جنوبي کوريا ملګرتيا کوي، د بريدونو ګواښونه کوي.

امريکا تر دې وړاندې د شمالي کوريا د ګواښونو د مخنيوي په موخه په جنوبي کوريا کې د توغنديو د دفاعي سيستم ځای پر ځای کول تاييد کړي.

پردې سربېره د امريکا دوه سمندري جنګي بېړۍ هم سيمې ته رسېدلې دي.

د پنټاګون له لوري په خپره شوې يوه وينا کې ويل شوي چې د دفاعي سيستم تر ټولو نوی هغه (تهاډ) به په راتلونکو اوونيو کې د ګوام په ټاپو کې نصب کړي.

په دغه وينا کې ويل شوي چې امريکا د خپل ځان او خپلو ملګرو د دفاع لپاره په بشپړ ډول چمتو ده.

امريکا دغه ګام له هغه وروسته اخلي چې شمالي کوريا په ارام سمندر (بحر الکاهل) کې د دغه ټاپو او د هاوای ايالت په نښه کولو خبرداری ورکړ.

د امريکا دفاع وزير چک هېگل وويل د شمالي کوريا وروستيو اقداماتو د امريکا او د هغې د ملگرو- جنوبي کوريا او جاپان گټې له خطر سره مخامخ کړي دي.

شمالي کوریا څه غواړي؟

څېړونکي باور لري چې ښايي د شمالي کوریا یو هدف دا وي چې واشنګټن ورسره خبرې اترې پیل کړي.

په وروستي ځل د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ خبرې چې چین، جاپان او روسیه هم په کې شامل وو په ۲۰۰۸ کال کې وشوې.

داسې هم ویل کېږي چې په دې ګواښونو سره د شمالي کوریا نوی مشر ۳۰ کلن کیم جیون یونیک غواړي په کور دننه خپلې سیاسي او پوځي واګې پیاوړې کړي.

ورته مطالب