م م تر ۲۰۳۰ کاله ډېره بې وزلي ختموي

Image caption نړیوال بانک غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې خورا زياته بې وزلي له منځه يوسي.

د نړيوال بانک مشر جيم يونګ کيم وايي غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې خورا زياته بې وزلي له منځه يوسي.

ده له بي بي سي سره خبرو کې وويل هيله من دی دغې موخې ته د رسېدو لپاره مرسته وشي.

جيم يانګ کېم پرو سږ کال د نړيوال بانک مشر وټاکل شو، او د بانک لپاره يې خپل ليد لورى وټاکه.

دى له نړيوال بانکه غواړي چې په راتلونکو ١٧ کلونو کې بې وزلي له منځه يوسي.

دا کار به د ملګرو ملتونو لخوا د هغو اهدافو پر بنسټ تر سره شي چې د زريزې پرمختيايي هدفونو په نامه يادېږي.

د زريزي پرمختيايي هدفونو کې په نژدې راتلونکي کې د ستونزې له منځه وړولو پر ځاى د هغې کمېدل راځي.

ښاغلي کيم وويل په دې برخه کې پرمختګ شوى خو دا يې ومنله چې دده په وينا ډېر سخت کار يې لا په مخ کې پروت دى.

له بي بي سي سره مرکه کې ښاغلي کيم ټينګار وکړچې دغه هدف تر لاسه کېداى شي.

"موږ به دا هدف تر لاسه کوو. نړیوال بانک خوارو هېوادونو ته ډېر پام کوي. په نړیواله توګه د خوارۍ غریبۍ د هدف مانا یوازې خوار هېوادونه نه دي بلکې موږ په هره سیمه کې د بې وزلو په فکر کې یو."

ښاغلى کيم وايي دې هدف ته په رسېدلو کې به شخصي سکتور لويه ونډه ولري.

نوموړي هيله څرګنده کړه چې د دې هڅو د ملاتړ په موخه به له بډايو هېوادونو نوره مالي مرسته تر لاسه کړي.

ښاغلي کيم وويل په دې کې هېڅ شک نشته چې مالي مرسته د بې وزلۍ په کمولو کې اغېزمنه وه او هم به په راتلونکي کې وي.

ورته مطالب