د پاکستان جمیعت علمای اسلام ښځې انتخاباتو ته هڅوي

Image caption په پاکستان کې د ملي اسمبلۍ د څوکیو لپاره ښځو ته ځانګړې څوکۍ بېلې شوې دي.

د پاکستان د مولانا فضل الرحمن د جمیعت علمای اسلام ګوند وايي د روان کال د مې په انتخاباتو کې غواړي چې ښځې ډېرې رایې ورکړي.

د مولانا فضل الرحمن د رسنیو د چارو مسوول جان محمد اڅکزي د جناح انستیوت او اسیا فاونډېشن په یوه سیمینار کې برخه والو ته وویل چې د ده ګوند د ښځو پر رایو باور لري او هیله يې دا ده چې ډېرې مېرمنې په ټاکنو کې برخه واخلي.

له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې ښاغلي اڅکزي وویل د مولانا فضل الرحمن جمیعت علمای اسلام ډېرو ښځو ته په ټاکنو کې د کاندید په توګه کارډونه ورکړي دي.

ده وویل په خیبر پښتونخوا ایالت کې شپږ مېرمنې په بلوچستان کې څلور ښځې د دوی د ګوند په کارډ په ټاکنو کې ولاړې دي.

جان محمد اڅکزي وويل په مذهبي لږکیو کې هم یوه هندو مذهبه ښځه د جمیعت علمای اسلام په استازیتوب د مې په انتخاباتو کې کاندیده ده.

جان محمد اڅکزي ومنل چې د پاکستان په دودیزه ټولنه کې ځايي دودونه او دستورونه ښايي په انتخاباتو کې د ښځو ګډون له ستونزو سره مخامخ کړي خو دوی هڅه کوي چې تر خپله وسه کار وکړي.

د مولانا فضل الرحمن د رسنیو مسوول وویل د مولانا د کورنۍ ښخينه غړي به تر ټولو وړاندې د رایې اچولو مرکزونو ته ځي.

په پاکستان کې د ملي اسمبلۍ د څوکیو لپاره ښځو ته ځانګړې څوکۍ بېلې شوې دي.

د جمیعت علمای اسلام فضل الرحمن ډلې په همدغو ځانګړو څوکیو کې یوازې په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ښځې کاندیدې کړې دي.

د پاکستان له جوړېدا سره سم د دغه هېواد په قانون کې ښځو ته د رایو ورکولو حق ورکړل شوی دی خو ځینې دودیز فکرونه او د ځينو په وینا د اسلام پالو د مخالفتونو له امله ډېر کله ښځې د خپلو رایو له ورکولو محرومه پاتې شوې وي.

د پاکستان د مولانا فضل الرحمن جمیعت علمای اسلام ګوند په افغانستان کې د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو خورا نژدې ډله بلل کېږي.

ورته مطالب