شمالي کوریا بهرنیو دېپلوماتانو ته د وتلو ويلي

Image caption پینګ یونک کې بهرنیو دېپلوماتانو ته ویلي چې د خوندیتوب ضمانت یې نه شي کولای.

په داسې حال کې چې له سوېلي کوریا او امریکا سره د شمالي کوریا کړکېچ مخ په ډېرېدو دی په پلازمېنه پینګ یونک کې بهرنیو دېپلوماتانو ته ویل شوي چې له دغه هېواده پر وتلو غور وکړي.

تر دې وړاندې رپوټونو ویل چې شمالي کوریا دوه د منځني واټن ویشتونکي توغندي د توغولو په دستګاوو کې ځای پرځای کړي دي.

په واشنګټن کې د سپیڼې ماڼۍ ویاند جي کارني وویل دوی د شمالي کوریا پر دغه کار تعجب نه کوي.

"موږ حالات له نژدې څارو او پر دې تعجب نه کوو چې هغوی دغه ډول اقدام و هم کړي. موږ په تېر کې هم لیدلي چې که هغوی توغندي توغولي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بیا بیا غندلي او هغه یې د امنیت شورا له مسودو نه سرغړونې ګڼلې دي. د شمالي کوریا پخوانی دریځ له اوسني سره ورته دی. موږ پر هغوی غږ کوو چې له تحریکولو لاس واخلي او پر ځای یې خپل نړیوال مسوولیتونه پوره کړي او خپلو خلکو ته ډوډۍ ورکړي. هغوی نور څه نه کوي بس ځان له نورې نړۍ نه نور هم ګوښه کوي."

سره له دې چې شمالي کوریا وايي د کړکېچ د زیاتېدو په صورت کې د بهرنیو دېپلوماتانو د خوندیتوب ضمانت نه شي کولای برتانیا او روسیې ویلي په عاجله توګه له شمالي کوریا نه د خپلو دېپلوماتانو د ایستلو پلان نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې په پینګ یونک کې برتانوي دېپلوماتان وايي پرون د جمعې په ورځ (اپریل/پنځمه) ورته وویل شول چې له شمالي کوریا نه د وتلو لپاره څه ډول مرسته غواړي او خپل ځواب باید د روانې میاشتې تر لسمې نېټې چارواکو ته ورکړي.

بله خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ویلي غواړي پوه شي چې ولې د دوی دېپلوماتانو ته د وتلو ویل شوي دي.

آیا دا د شمالي کوریا د مشرانو پرېکړه ده او که هسې یو وړاندیز.

ښاغلي لاورف زیاته کړه چې مسکو د شمالي کوریا، جنوبي کوریا او امریکا ترمنځ د لفظي کړکېچ د زیاتېدو په اړه جدي اندېښنه لري.

ورته مطالب